Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د بایومټریک سیستم له لارې مخکېني پوځیان په نښه کوي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، طالبانو د بایومټریک سیستم له لارې د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.


دغه سازمان نن چهارشنبه «۱۴۰۱ کال د وري ۱۰» په خپل یو تازه راپور کې ویلي طالبانو ته د تېر نظام څخه هغه دستګاوې او د کنټرول بایومټریک سیستمونه پاتې دي چې د تېر نظام د پوځیانو او کارکوونکو مهم معلومات لري چې بهرنیو هېوادونو ورسره مرسته کړې وه.


دغه سازمان ادعا کړې چې طالبان د همدې سیستم له لارې د تېر نظام پوځیان په نښه او شکنجه کوي.


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې هیدر بار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا بایومټریک سیستمونه د افغانانو په اړه معلومات لري او ځیني وختونه خورا حساس معلومات لري لکه څوک په اردو کې او څوک په پولیسو کې وو. موږ دا اندېښنې راپورته کړې چې طالبان کولای شي دې وسایلو ته لاسرسی ولري او هغه خلک په نښه کړي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو یا پخواني رژیم کې وو او دوی یې ځان ته د خپل دښمن په سترګه ګوري."




دغه سازمان ویلي، دا ډیجیټل هویت او د معاش ورکولو سیستمونه د افغانانو شخصي او بایومټریک ډېټا لري چې د ګوتو نښې، عکسونه، دنده، د کور پته او د خپلوانو نومونه په‌کې شامل دي چې بهرنیو حکومتونو لکه متحده ایالاتو، او نړیوالو بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو ادارې او نړیوال بانک په ځینو مواردو کې د رسمي اهدافو لپاره د مثال په ډول د ټولو امنیتي ادارو او وزارتونو او عدلي او قصایي بنسټونو د کارکوونکو د معاشونو  همدارنګه د افغانانو د بېلابېلو ډلو بایومټریک او نورو شخصي معلوماتو د ساتلو لپاره جوړ کړي دي.


دا سازمان ادعا کوي چې څېړنې یې ښيي چې طالبانو په ځینو قضیو کې دمخه دا معلومات کارولي هم دي.


په راپور کې راغلي، د بشري حقونو د څار ادارې د شپږ قاضیانو په ګډون له ۱۲ افغانانو او پنځو بهرنیانو سره چې د محرمیت او بشري حقونو څېړونکي دي مرکه کړې، په دوی کې درې د ملګرو ملتونو کارکوونکي دي چې په افغانستان کې کار کوي او دوه پخواني امریکايي پوځیان دي چې د طالبانو له‌خوا د لاسرسي سیستمونو احتمالي اغېزې مستند کوي.


افغانستان دا مهال د معلوماتو د ساتنې قانون نه‌لري. د داسې قانون درلودل، حتی که داسې وانګېرل شي چې دا نړیوال معیارونه پوره کړي، د معلوماتو د کافي خوندیتوب تضمین به ونه‌کړي، خو دا کولای شي د غوره کړنو په یقیني کولو کې مرسته وکړي او د هغو کسانو احتمالي زیان کم کړي چې معلومات‌یې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.




هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست چارواکو ځواب ولرو، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.


خو مخکې د طالبانو حکومت چارواکو په ځلونو ویلي چې دوی عمومي عفوې ته ژمن دي او د دوی له لوري هېڅ چا ته ګواښ متوجې نه‌دی.


د بشري حقونو نړیوال سازمان په داسې وخت کې دا راپور خپور کړی چې په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د تېر نظام د پوځیانو د نیولو او شکنجو په اړه ادعاګانې، وېډیو ګانې او اندېښنې زیاتې مطرح شوې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus