Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چین د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه توب کوي

ټاکل شوې چې چين به د مارچ پر ۳۰مه او ۳۱مه د افغانستان په اړه د يوې غونډې کوربه توب کوي. دې دوه ورځنۍ غونډې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي هم وربلل شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې غونډې د جوړېدو هدف يې دا دی چې نړیوال په دغه حساس وخت کې د افغانانو زیات ملاتړ وکړي.


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د مارچ پر ۲۸مه په بيجينګ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي وربلل شوي او له افغانانو سره د بشري مرستو پر موضوع به ډېر تمرکز وشي.


نوموړي زیاته کړه په دې غونډه کې به، چې د چین د ختیځ انهوی ولایت په تونزي ښار کې جوړېږي، د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي ګډون کوي.


بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي به په دې غونډه کې ګډون کوي.


تر دې دوه ورځنۍ غونډې يوه ورځ وړاندې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین نن (مارچ ۲۹مه) کې د يوې خبري غونډې پر مهال دا خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به هم په ياده غونډه کې ګډون کوي. د نوموړي په خبره د غونډې مشري به د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کوي.


همدا راز د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران به د ځانګړو مېلمنو په توګه په دې غونډه کې ګډون ولري.




د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو، په تېرو څو ورځو کې د دوحې فورم په څنډه کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره په لیدنو کې د افغانستان پر روان وضعیت پر خبرو سربېره له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې هم کړې دي.


چین د افغانستان په اړه دا غونډه تر هغه وروسته جوړوي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اوونۍ د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې له مخکې په يوه نااعلان شوي سفر کابل ته لاړ او هلته يې له خپل طالب سيال امیر خان متقي، د طالبانو د ريیس‌الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره لیدنې کتنې وکړې.


د چارو د یو شمېر کتونکو په باور، چين پر دې سربېره چې غواړي په افغانستان کې د بشري ستونزو په کمولو کې رول ولوبوي، بيجينګ لېواله دی چې په دې هېواد کې په اقتصادي، په تېره د تر ځمکې لاندې کانونو په برخه کې ډېره پانګونه وکړي.


د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین، په دې اړه چې چین د دغې غونډې له جوړېدو څه تمه کوي، وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت په یوه حساسه مرحله کې دی او افغانان له ګڼو داخلي او بهرنیو ننګونو سره مخامخ دي او دوی د نړیوالو ډېر ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus