Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چین ته د طالبانو حکومت ډاډ: د افغانستان له خاورې به هېڅ راز خطر نه‌درپېښېږي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې دوی د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به دغه هېواد ته هېڅ راز خطر نه‌پېښېږي.


د چین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له دوه ورځني سفر او هند ته تر تګ مخکې پرون ناببره کابل ته لاړ او د طالبانو د رئیس‌الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني سره وکتل. 


د سیاسي چارو کتونکي وايي، چین له افغانستانه د اویغور بېلتون غوښتونکو له درکه اندېښنه لري، خو طالبانو د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ډاد ورکړ.


چین له ډېر وخته اندېښنه لري چې اویغور بېلتون غوښتونکي به د افغانستان له وضعیته په استفادې چین ته واوړي.


د ملا برادر د دفتر په یوه خبرپاڼه کې، بې له دې چې د اویغورانو نوم یاد شي، ویل شوي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ته د هغو ټولو اندېښنو په اړه ډاډ ورکړل شو چې دا هېواد فکر کوي ممکن د افغانستان له خاورې ورته پېښ شي.




د سیاسي چارو پوه نجیب ازاد وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه چینایان ګواښ احساسوي او له دغه ګواښه د ځان ساتلو لپاره هم چین غواړي چې له طالبانو سره ځان نږدې کړي.


ده په عین حال کې د چین او طالبانو اړیکې اوسنۍ نه، بلکې پخوانۍ وبللې: "تر دې وړاندې چې طالبان واک ته ورسېږي، چینایانو له طالبانو سره ژورې اړیکې لرلې، د طالبانو پلاوی چین ته لاړ د چین د بهرنیو چارو وزیر یې خورا تود هرکلی وکړ. چین له افغانستان سره پوله لري او بېره لري چې اویغور بېلتون غوښتونکي به له افغانستانه ورواوړي."


ټاکل شوې ده چې چین راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ګاونډیو د کنفرانس کوربه وي. په دې کنفرانس کې به په دې خبرې وشي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره په څه ډول مرسته وشي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر له امیر خان متقي سره د وچې مېوې د صادرولو، سوداګرو ته د ویزې د ورکړې، د کانونو د استخراج او همداراز د چین د یو سړک او یو کمربند د پروژې په اړه خبرې وکړې.


د چین د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سره هم وکتل، هغه څوک چې د امریکا له لوري په تور لېست کې شامل او پر سر یې جایزه ایښودل شوې ده.




د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سراج‌الدین حقاني د چین د بهرنیو چارو وزیر ته وویل چې په افغانستان کې امن د چین او سیمې لپاره امن دی.  


ده ډاډ ورکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې تړون ته ژمن دی چې افغانستان به چا ته تهدید نه‌وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus