Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روس وايي ځيني امريکايي سفارتکاران له هېواده وباسي

د روس ولسمشر دفتر وايي له خپل هېواده يو شمېر امريکايي سفارتکاران د واشنګټن د هغه اقدام په غبرګون کې شړي چې د روانې مارچ مياشتې په لومړيو کې يې په امريکا کې مېشت په ملګرو ملتونو کې ۱۲ روسي سفارتکاران شړلي ول.

د روس بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي چې د مارچ پر ۲۴مه  يې په مسکو کې د امريکايي سفارتي ماموريت مشر وزارت ته وربللی وو او هغه ته يې د هغو امريکايي سفارتکارانو نوملړ ورکړ چې مسکو "ناخوښه کسان" اعلان کړي دي. ياد وزارت د دې امريکايي سفارتکارانو شمېر نه دی په ډاګه کړی.


تر دې وړاندې د فرورۍ پر ۲۸مه واشنګټن په ملګرو ملتونو کې د روس سفارتي عملې ۱۲ غړیو ته امر کړی وو چې د مارچ تر اوومې دې له امریکا څخه ووځي. پر دغه سفارتکارانو تور پورې شوی وو چې دوی "استخباراتي کارکوونکي" دي او په جاسوسي فعاليتونو کې ښکېل دي.




په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې کې د امریکایي ماموريت يوې ویاندې ویلي، هغو روسي سفارتکارو، چې د وتلو امر ورته شوی وو، "په امریکا کې يې د استوګنې له امتياز څخه ناسمه ګټه پورته کړې وه." د هغې په وينا، دغه سفارتکاران "په جاسوسي فعاليتونو کې ښکېل ول چې دغه چارې د امريکا د ملي امنیت په زيان دي."


بلخوا په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو پرمختګ له خنډ و ځنډ سره مخامخ دی، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په ۲۳مه وویل چې مسکو له دې وروسته له غیر دوستو هېوادونو د ګېس د پلورلو په بدل کې یوازې روبل غواړي.


پوتین په یوه خبري غونډه کې وویل، دا نوې پرېکړه به له همدې روانې اونۍ څخه عملي شي. هغه زیاته کړه چې هغو هېوادونو ته چې روسیه د قرارداد پر اساس ورباندې ګېس پلوري، له موجودو قراردادونو سره سم، د ګېس انتقال دوام وکړي.


روېټرز خبري اژانس د اروپايي اتحادیې د یوه جګپوړي چارواکي له خولې ویلي چې له روس څخه په روبلو د ګېس د اخیستلو موضوع د بحث وړ ده. د جرمني د اقتصاد وزیر رابرت هابک ويلي  چې د پوتین دا غوښتنه د قرارداد خلاف ده. د اوسنیو قراردادونو له مخې، اروپايي هېوادونه له روس څخه ګېس په ډالرو اخلي. روس په نړۍ کې د ګېس تر ټولو سترې زېرمې لري او اکثره اروپايي هېوادونه په ځانګړي ډول په ژمي کې د روس ګېس ته اړتیا لري.


وروسته له دې چې د فرورۍ په ۲۴مه روس پر اوکراین له ځمکې، هوا او اوبو پراخ یرغل پیل کړ، ګڼو اروپايي هېوادونو د روس خلاف په بندیزونو کې فعاله برخه واخیسته. 




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus