Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل ته د چین او روسیې د لوړپوړو چارواکو د سفر هدف څه دی؟

کابل ته په یوه ورځ د چین او روسیې هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سفر.


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پنجشنبې «۱۴۰۱ کال د وري ۰۴» په سهار او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ماسپښین مهال کابل ته رسېدلي او هلته‌یې د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ازادي راډيو ته وویل، له چین او روسیې نه راغلو پلاوو په جلا جلا ناستو کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د رئیس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا برادر او یو شمېر نورو چارواکو سره په یو لړ مهمو مسایلو خبرې کړې دي.


ښاغلی تکل زیاتوي: "د چین د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د لګېدلو سیاسي او اقتصادي بندیزونو غندنه وکړه او هغه فرصتونه چې اوس په افغانستان کې مساعد شوي د هغې هرکلی یې وکړ، ښاغلي وانګ یي د بشري او انشکافي مرستو په دوام ټینګار کړی او ویلي چې دې برخو ته په راتلونکي کې هم زیات پام اړول کېږي."




د نوموړي په وینا، افغان لوري راغلي پلاوي ته د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د پوره امنیت ډاډ ورکړی او ویلي دي چې د چین پانګونه او همکاري په افغانستان کې د نړۍ نورو هېوادونو ته د پانګونې او مرستې په برخه کې یو ښه پیغام ورکولای شي.


ښاغلي تکل همداراز وویل، د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي مسایلو خبرې کړې دي.


د هغه په خبره، له روسیې په راغلي پلاوي کې چې مشري یې ښاغلی کابلوف کوي د دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد، صنعت، کرنې او انرژۍ وزارتونو استازي هم شامل دي.


د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي، ښاغلي متقي له روسي پلاوي په افغانستان کې د پانګونې، د پیاوړو ډیپلوماتیکو اړیکو او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې برخه کې د نړیوالو د همکارۍ غوښتنه کړې.




دا سفرونه داسې مهال دي چې پیکېنګ به یوه اوونۍ وروسته د افغانستان د ګاونډیانو د یوې غونډې کوربه وي.


د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ  په دې غونډه کې به پر دې خبرې کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دوی په څه ډول کولای شي له دې هېواد سره مرسته وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو دا د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو وروسته دا درېیم او څلورم لوړپوړی چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus