Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نجونو د لېسو د بیا بندولو پرېکړې ته د نړیوالو او یو شمېر طالب پلوو غبرګون

د نجونو د لېسو د بیا بندولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه نه‌یوازې د ډېر شمېر افغانانو او نړیوالو له غبرګون سره مخامخ شوې، بلکې یو شمېر طالب پلوو هم پرې عکس‌العمل ښوولی دی.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د نه‌پرانیستلو په اړه د طالبانو د مشرتابه پر پرېکړې پرون د ملګرو ملتونو ژوره اندېښنه او مایوسي رسماً طالبانو ته ورسوله.


دې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ته په خپل لیک کې ویلي چې دا پرېکړه اعتماد له‌منځه وړي او له طالب مشرانو په کلکه غواړي ټولو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو لار هواره کړي.


دې همداراز ویلي چې زده‌کړه یو بنیادي بشري حق او د افغانستان لپاره خورا ضروري دی چې له اقتصادي بحران څخه ځان پرې وباسي او پیاوړې ټولنه جوړه کړي.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د نجونو د ښوونځیو په اړه د طالبانو پرېکړه له افغانانو او نړیوالو سره خیانت بللې ده.


ده پر خپله ټویټرپاڼه په څو ټویټونو کې لیکلي، له ملیونونو افغان کورنیو سره د طالبانو پر دې پرېکړه چې نجونې له شپږم ټولکي پورته زده‌کړو ته نه‌پرېږدي، د ژورې اندېښنې په څرګندولو کې یوځای دی. ده هم زده‌کړه د بشر لومړنی حق بللی دی.


د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو چارواکي عبدالحق حماد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "له شپږم ټولګي پورته د نجونو د سیستم ځنډېدلو خبر د ډېرو افغانانو لپاره ځوروونکی و، خو هيله لرم چې دا ځنډ به لنډ وي او د پوهنتونونو په څېر به د ښوونځيو دروازې هم د ټولو پر مخ پرانیستل شي."


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رئیس شفیع اعظم لیکلي: "که موږ خپلو بچیو ته په اسلامي روحیه دیني او عصري زده‌کړو زمینه په وطن کې برابره نه‌کړو، نور به ورته خپلې ښوونيزې دروازې خلاصې او زموږ د مقدساتو خلاف به‌یې وروزي. زرګونه ځوانانو د همدې هدف لپاره سرونه نزرانه کړل چې راتلونکی نسل دلته وروزل شي. ځوان نسل نباید د اغیارو دروازو ته مجبور شي."


د طالبانو حکومت او همداراز د پوهنې وزارت ویاندویانو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړې د حق د نه‌ورکولو په اړه زموږ تماسونو ته ځواب ونه‌وایه، خو ځینو ویاندویانو یې خبري اژانسونو ته ویلي چې په دې اړه تبصره نه‌کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus