Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نوي ښوونیز کال پرانیسته؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې بیا منع شوې

د طالبانو حکومت که څه هم نوی ښوونیز کال پرانیست، خو له ژمنو سره سره‌یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو ته د پیل اجازه ورنه‌کړه.


نن سهار د طالبانو حکومتي اژانس باختر د پوهنې وزارت له قوله یوه خپره کړې اعلامیه کې ولیکل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو درسونه تر امر ثاني پورې ځنډېدلي دي.


خو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو له پرېکړې وروسته هم، د طالبانو د حکومت چارواکي په افغانستان کې د تعلیم لپاره د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کوي.


د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د اعلامیې یوه برخه چې د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان نن د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ولوسته او په‌کې یې په ښوونیز بهیر کې د هر ډول تبعیض د مخنیوي او د عدالت د پلي کېدو ژمنه وکړه.


هغه ژمنه چې دوی عملي نه‌کړه او وروسته‌يې په یوه بله اعلامیه کې له هغو نجونو چې له اووم ټولګي پورته ښوونځیو کې زده‌کړه کوي وغوښتل، څو تر امر ثاني پورې ښوونځیو ته ولاړې نه‌شي.




په دې اعلامیه کې چې د طالبانو حکومتي اژانس باختر خپره کړې راغلي: "هر کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيا ښوونځیو او لېسو ته رسماً خبر ورکول کېږي."


اووه میاشتې کېږي چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په همدې پلمه بند کړي چې ځانګړې طرحه ورته جوړوي، خو لا د دې طرحې څرنګوالی معلوم نه‌دی او چارواکي یې یوازې په حجاب او د هلکانو او نجونو د ټولګیو په جلا‌والي پورې محدودوي.


داسې مهال چې زده‌کوونکې وايي، د دوی یونیفورم بشپړ اسلامي او تر خوا یې له هلکانو هم د دوی ټولګي جلا دي.


د طالبانو د پوهنې وزارت له‌‌خوا د ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پیل مراسمو کې ان د دوی د پوهنې وزارت سرپرست هم ګډون نه‌و کړی، د دود سره سم د نوي ښوونیز کال د پیل زنګ ونه‌کړنګول شو او د چارواکو ویناوې یې تر ډېره د تبلیغ تر کچې وې.


خو د طالبانو حکومت د چارو د ادارې مرستیال نورالحق په ښوونیز نصاب کې د بدلون یادونه وکړه.




ده وویل: "د افغانستان اړتیا یې نه‌پوره کوله، افغان نوی نسل‌یې د انحراف لور ته کش کوه. په ځینو مضامینو کې اصلاحات راوستل شول او الحمدالله په دې برخه کې یو څه مزل شوی دی."


له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام پرېکړې، سخت غبرګونونه هم راپورته کړي دي. ښوونځیو ته تلونکو نجونو، د هغوی د کورنۍ غړو او د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو دا پرېکړه غندلې ده.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو دوام اندېښمنوونکی او د تأسف وړ بللی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus