Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونه ښايي پر زېربنايي او ملکي اهدافو حملې لا زیاتې کړي

د اوکراین پوځي چارواکو وویل، د روسیې ځواکونه ښايي په اوکراین کې پر زېربنايي او ملکي اهدافو خپلې حملې لا پسې زیاتې کړي.


راروانه پنجشنبه پر اوکراین د روسیې د یرغل یوه میاشت پوره کېږي، خو دغه جګړه لا هم ختمه شوې نه‌ده.  


مهم بندري ښار ماریوپول د سختو نښتو شاهد دی چې اوکرایني ځواکونه په‌کې د روسیې د مرګونو حملو د مخنیوي هڅه کوي.


د دغه ښار اوسېدونکي په وروستیو دوو اوونیو کې د اوبو، خوړو او سونګ موادو له کموالي سره مخامخ دي.


په ماریوپول کې تر جګړې وړاندې تر څلور لکو ډېرو کسانو ژوند کاوه.


د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، چارواکو ویلي چې په دغه ښار کې تر اوسه لږ تر لږه ۲،۳۰۰ کسان وژل شوي او په ډله‌ییز ډول خاورو ته سپارل شوي دي.


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي چې لا هم په مقاومت بوخت دی، د ماریوپول ښار د تسلیمېدو لپاره‌یې د روسیې غوښتنه رد کړه.




زلنسکي پرون ناوخته وویل، اوکراین به هېڅکله بندري ښار ماریوپول او د خارکیف او کیف په ګډون نور ښارونه تسلیم نه‌کړي.


تازه راپورونه وايي، د بوریسپیل ښاروال، ولادیمیر بوریسینکو له خلکو غوښتنه کړې چې له دې ښاره ووځي، ځکه د روسي ځواکونو جګړه ورته نږدې شوې ده.


روسیه او اوکراین له څو ورځو راهیسې پر اوربند مذاکره کوي او زلنسکي لا هم ټینګار لري چې اړتیا ده، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره چې هر څنګه کېږي وګوري، څو جګړه ختمه شي.


د دې ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن خپل خبرداری بیا تکرار کړی او ویلي یې دي چې روسیه ممکن د اوکراین په وړاندې کیمیاوي وسله وکاروي.


ولسمشر بایډن پرون د امریکايي سوداګرو یوې ډلې ته ویلي، مسکو به ښايي د کیمیاوي وسلې پر کارولو غور کوي او که دا کار وکړي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.




د امریکا پوځ پرون د روسیې ځواکونه پر اوکراین د یرغل پر مهال په جنګي جنایتونو تورن کړل.  


په همدې حال کې د اوکراین چارواکو د دغه هېواد پر ځینو ښارونو د روسیې د نورو هوايي حملو اټکل کړی دی.


د کیف ښاروال ویټالي کلیچکو په دغه ښار کې پر ځايي وخت د شپې له اتو بجو ګرځ‌بندیز اعلان کړی دی.  


د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، په اوکراین کې پر ملکي اهدافو د مرګونو حملو له شواهدو سره سره روسیې د ملکیانو په نښه کول نه‌دي منلي.


د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې له دغه هېواده شااوخوا ۳ ملیونه او ۵ لکه کسان نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.


په مسکو کې دېره د نوایا ګازیتا په نوم د ورځپاڼې مسؤل مدیر دمیتري مراتوف خپل د نوبل د سولې جایزې مډال چې تېر کال ورکړل شوی و، لیلام ته ایښی څو په پیسو یې له هغو اوکرایني کډوالو سره مرسته وکړي چې د روسیې د غیر موجه یرغل له کبله له اوکراین څخه کډې کولو ته اړ شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus