Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بشري حقونو څار سازمان: معلومه نه‌ده چې طالبان ټولو نجونو ته ښوونځي پرانیزي که نه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، نړیوال مرستندویان چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو اړوند مرسته کوي، باید د بشري حقونو په برخه کې ټولو اندېښنو ته په دقت پام وکړي او دا ستونزې حل کړي.


د نوي ښوونیز کال د پیل سره سم، دغه سازمان وايي، لا معلومه نه‌ده چې طالبان به د ټولو نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي پرانیزي او که نه.


دغه سازمان زیاتوي، نړیوال مرستندویان چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو اړوند مرسته کوي، باید د بشري حقونو په برخه کې ټولو اندېښنو ته په دقت پام وکړي او دا ستونزې حل کړي.


دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د نوي ښوونیز کال د پیل سره سم خپور شوی لیکلي، د ښځو تعلیم یوازې د ښوونځیو د دروازو پرانیستل نه‌دي او د بشري حقونو اړوند نورو مسایلو ته هم باید پام وشي.


د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د مارچ په ۲۳مه یعنې د چهارشنبې په ورځ به په ټول افغانستان کې تړل شوي ښوونځي چې څه د پاسه اووه میاشتې کېږي، دروازې یې بندې دي، بېرته پرانیزي.


د بشري حقونو د څار سازمان دا نېټه د طالبانو لپاره یو حیاتي ضرب‌الاجل بولي او وايي، باید د افغان نجونو او ښځو لپاره باکیفیته زده‌کړو ته د بشپړ لاسرسي ملاتړ وشي.




دې سازمان په خپل تازه راپور کې، زده‌کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي او د دوی د حقونو د خوندیتوب په اړه د افغانستان د ښوونیز سکټور سره مالي مرسته کوونکو ته څلور وړاندیزونه کړي.


په دې وړاندیزونو کې راغلي، بسپنه ورکوونکي یا د افغانستان د ښوونیز سکټور سره مالي مرسته کوونکي باید له تبعیض پرته د تعلیمي بهیر مالي ملاتړ وکړي، د هغو ټولنو حمایت وکړي چې د نجونو د زده‌کړو لپاره مبارزه کوي، د زده‌کړو له حق څخه د دفاع لپاره د ګواښ سره مخ شویو افغانانو ترڅنګ ودرېږي او ښوونې او روزنې ته د لاسرسي ټول اړخونه وڅاري.


د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مسؤله هیدر بار ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، تعلیم ته د نجونو او ښځو د لاسرسي ترڅنګ، دا ټکي هم باید په پام کې ونیول شي.


اغلې بار زیاتوي: "اړتیا ده چې ښوونکو ته معاشونه ورکړل شي. له ښوونکو او نجونو سره زور زیاتی، د طالبانو له لوري په نصاب کې بدلون او د ښځینه ښوونکو کموالی هم مهم ټکي دي. همداراز له فراغت وروسته ښځې کولای شي دندې ترلاسه کړي؟ ځکه که چېرې مېرمنو ته لکه د اوس په څېر په بېلابېلو برخو کې د کار اجازه ورنه‌کړل شي، دا د نجونو او د هغوی د کورنیو روحیه کمزوری کوي چې د دوی له زده‌کړو ملاتړ وکړي."




د بشري حقونو د څار سازمان په دې ۱۳ مخیز راپور کې له نړیوالو مرستندویانو غوښتل شوي چې د ښځو تعلیم یوازې د ښوونځیو د دروازو پرانیستل نه‌دي او د بشري حقونو اړوند نورو مسایلو ته هم باید پام وشي.


د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت بیا وايي، دوی د نجونو او ښځو زده‌کړو ته ژمن دي او د مارچ په ۲۳مه یعنې د چهارشنبې په ورځ به ټول ښوونځي پرانیستل شي.


د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل، د ښوونځیو د بیاځلي پرانیستې لپاره ځانګړي مراسم پلان شوي.


طالبانو واک ته له دوهم ځلي رسېدو وروسته، په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ ښوونځي وتړل، خو په دې اړه د پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو وروسته‌یې وویل، پر یوې طرحې کار کوي چې په بشپړېدو سره به‌یې، ښوونځي بېرته پرانیزي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus