Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو په رسمي ډول په افغانستان کې د نوروز لمانځلو سره مخالفت کړی

په افغانستان کې طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لومړۍ ورځې يا نوروز د لمانځلو سره مخالفت ښودلی او ويلي‌ یې دي چې دا ځل به په رسمي‌ ډول نه لمانځل کيږي.

په افغانستان کې هر کال نوی کال یا نوروز په ټولو ولایتونو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېده، خو سږکال چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د نوروز د رسمي مراسمو څرک نه‌لګېږي.


د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند محمد یونس صدیقي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نوي کال په لومړۍ ورځ به عمومي رخصتي نه‌ وي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالاحد عماد روېټرز ته ویلي: ((موږ نوروز رسماً نه‌لمانځو، خو که خلک دا جشن لمانځي، مخه‌یې نه‌نیسو.))


طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ. تر هغه وروسته یې د خپلې واکمنۍ په وخت بېلابېل بنديزونه لګولي دي. په دې کې په موسیقۍ بندیز شامل دی. په تېرو کلونو کې به د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د نوروز په مناسبت د موسیقۍ کنسرټونه کېدل او کورنۍ به مېلو ته تلل.




د نوي کال له پیلېدو سره د افغانستان په سړو سیمو کې هم نوی تعلیمي کال پیلېږي. د طالبانو حکومت ویلي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره به په هېواد کې هېڅ یو ښوونځی تړلی پاتې نه‌شي. طالبانو د تېر کال راهیسې په ډېری ولایتونو کې له شپږم ټولګي وروسته د نجونو په تعليم بنديز لګولی وو خو د رویټرز اژانس له مخې دا ځل طالبانو ژمنه کړې چې له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې به هم بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.


په تیرو کلونو کې په افغانستان کې هر کال نوروز لمانځل کېده او په دې ورځ به بېلابېل جشنونه وو. همداراز به د نوي تعليمي‌کال د پيل لپاره تياريانې نیول کېدلې او ولسمشر به خلکو ته وينا کوله.


یو شمېر جګپوړو امریکایي چارواکو او ملګرو ملتونو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې او د سولې او سوکالۍ هیلې یې کړې دي. يو شمېر افغانانو هم پر ټولنیزو رسنيو يو بل ته د نوروز مبارکي ويلې ده. 




د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د نوي کال په مناسبت غږیز پیغام کې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ په خپله ټویټرپاڼه کې ایښی، ويلي دي هېله من دی چې دا کال د لویو او وړو ستونزو پای وي. 


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما هم په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو کورنۍ له ټولو هغو افغانانو سره ځان شریکوي چې نوروز لمانځي او د راتلونکي سوله‌ییز کال لپاره خپلې هیلې شریکوي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus