Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له مودي د جاپان صدراعظم غوښتنه: پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو تند دریځ خپل کړئ

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا (Fumio Kishida) پرون شنبه هند ته د خپل سفر پر مهال وویل، له خپل هندي ساري نرېندرا مودي غواړي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په تړاو تند او سخت دریځ خپل کړي.


د څلور اړخیز ائتلاف یا کواد الاینز (Quad Alliance) درېیو نورو غړو جاپان، استرالیا او د امریکا متحده ایالاتو پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله مسکو غندلی، خو هند چې په دغه ائتلاف کې شامل دی، یوازې یې د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې او د دې جګړې د غندنې په تړاو یې د ملګرو ملتونو په درېیو رأی اچونو کې سپینه رایه کارولې ده.


د جاپان صدراعظم دفتر د کیشیدا هغه خبرې رااخیستي چې له نرېندرا مودي سره تر کتنې وروسته‌یې پر اوکراین د روسیې یرغل یو ظالمانه حرکت بللی چې د هغه په وینا د نړیوالې ټولنې له دې جملې اسیا د نظم بنسټونه کمزوري کوي.


د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا د هند تر سفر وروسته کمبودیا ته لاړ او هلته‌یې هم له خپل ساري سره د اوکراین پر وضعیت او نورو مسایلو خبرې وکړې.


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پرون شنبه له کیف په یوه وېډیويي پیغام کې پر اوکراین د روسیې د یرغل د پای ته رسېدو لپاره پر صادقانه خبرو ټینګار وکړ.




ده وویل: "د سولې، زموږ د ملي امنیت او اوکراین لپاره منطقي او صادقانه خبرې روسیې ته یوازنی فرصت دی چې د خپلو اشتباهاتو له کبله راپېښ شوي زیانونه راکم کړي."


په همدې لړ کې د اوکراین یوه مذاکره کوونکي او د ولسمشر همکار میخایلو پودولیاک د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل چې چین باید سم تصمیم ونیسي او د نورو هېوادونو په څېر پر اوکراین د روسیې یرغل وغندي.


دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بریتانیا صدراعظم خبرداری ورکړ چې لوېدیځ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر اوکراین د هغه تر بې‌دلیله جګړې وروسته خپلې اړیکې عادي حالت ته راونه‌ګرځوي.


بورېس جانسون پرون د محافظه‌کار ګوند کنفرانس ته په خبرو کې وویل، هغسې چې مو په ۲۰۱۴م کال کې له پوتین سره خپلې اړیکې بېرته عادي حالت ته راګرځولې وې، بیا به هغه تېروتنه ونه‌کړو، دا هغه لار ده چې په مرسته‌یې باید  پوتین ناکام شي.


روسیې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین خپل یرغل پیل کړ چې لا هم دوام لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus