Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سېف د چلډرن: افغانستان کې اوس‌مهال ۹۶ سلنه کورنۍ محدودو خوړو ته لاسرسی لري

د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره سېف د چلډرن وایي، په افغانستان کې اوس‌مهال ۹۶ سلنه کورنۍ محدودو خوړو ته لاسرسی لري او یا داسې خواړه خوري چې نه‌یې غواړي.


دغې ادارې په خپل یو تازه راپور کې اندېښنه ښودلې چې د دوی د سروې له مخې د ۵۲ سلنه منځني عمر لرونکو افغانانو ماشومان له خوراځواکۍ سره مخ دي.


دې ادارې ټینګار کړی چې افغانستان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او په خبره‌یې باید د اوکراین د جګړې په ترڅ کې د نړیوالو له پام ونه‌لوېږي.


د دې نړیوالې ادارې په خبرپاڼه کې د کمپاینونو د برخې مشرې اتینا رېبرن په حواله ویل شوي چې د افغانستان د اقتصاد د بیا رغولو لپاره د مالي شتمنیو د کنګل کولو لپاره په عاجل ډول د حل لاره ومومي او خبرداری یې ورکړ چې دغه اقدامات بشري ناورین لا پسې خرابوي.




له دغه ناورینونو سره مخ د ارزګان اوسېدونکې ماه‌جبین د هغه مېرمنو له ډلې ده چې په وروستیو کې يې د کورنۍ اقتصادي وضعیت سخت خراب دی.


دا د خپلې بې‌وزلې د سخت ژوند کیسه کوي او وايي لومړنیو خوراکي موادو ته اړتیا لري: "کوچینان مې وږي دي، د سهار او ماښام د خوراک څه نه‌لرو، نن مې پنځمه ورځ ده چې په پښو ځم راځم چې له یوې ادارې خوراکي مواد ترلاسه کړم، ماشومان مې ژاړي، خو تر اوسه مې څه نه‌دي ترلاسه کړي."


۳۵ کلنه مریم د کندهار ولایت اوسېدونکې ده چې په خوارځواکۍ اخته د خپل یو کلن ماشوم کیسه کوي.


مریم د اوو ماشومانو مور ده، وایي د بې‌وزلۍ له امله‌یې دا یو ماشوم خوارځواکه شوی دی، او اوس‌یې د روغتون د خوارځواکۍ د درملنې په یوه څانګه کې بستر کړی: "ماشوم د دغو موادو په خوړو لږ سم شوی، که دا مواد نه‌وی نه په لاره تللی شو نه درېدی شو او نه‌یې خبرې کولای شوې ټوله ورځ به‌یې ژړل."


تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، نړیوالې ټولنې په ګډون ډېری نړیوالو ادارو او بنسټونو په افغانستان کې د ورته اقتصادي حالت او بېړنیو مرستو ته د اړتیا راپورونه ورکړي دي.




بل‌خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فیلیپو ګراندي افغانستان ته د څلور ورځني سفر په پای کې پرون پنجشنبه له کابل څخه په خبرو کې د افغانستان له خلکو سره په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی، د دوامداره نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.


د یادونې ده چې د تېر میلادي کال د اګسټ له ۱۵مې له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د نړیوالو مرستو بندېدو او د امریکا له لوري د شمتنیو له کنګلېدو وروسته د دغه هېواد اقتصادي وضعیت بد شو چې ان د بشري ناورین لامل وګرځېده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus