Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نړیوال بانک: د هغو افغانانو شمېر دوه برابره شوی چې ډوډۍ او اړین شیان نه‌وررسېږي

نړیوال بانک وایي د طالبانو له وا کمنېدو سره په تېرو اوو میاشتو کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره شوی چې ډوډۍ او نور اړین شیان نه‌وررسېږي.


په ورته وخت کې ملګري ملتونه وایي چې د طالبانو تر واکمنۍ یوه میاشت مخکې د خوارانو شمېر په افغانستان کې ۱۴ ملیونو ته رسېده چې اوس دا شمېره ۲۳ ملیونو ته لوړه شوې ده.


نړیوال بانک یوه نوې سروې کړې ده چې له مخې یې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره شوی دی چې خوړو او د ژوند نورو اړینو موادو ته لاسرسی نه‌لري.


دا سروې پرون خپره شوه چې د پروسږکال د اکټوبر او ډسمبر ترمنځ ترسره شوې او ۷۰ تنو پکې برخه اخیستې ده. دې کسانو ورته ویلي دي چې دوی نه‌شي کولای خواړه او نور ضروري شیان ترلاسه کړي.


په افغانستان کې د دې کړکېچ اصلي علتونه، د بیو زیاتېدل، بې‌کاري او د نړیوالو د مرستو بندېدل یادېږي.


نړیوال بانک ویلي دي چې د افغانستان نیمایي خلک نه‌شي کولای چې درې وخته ډوډۍ وخوري او د تېر کال د جولای او اګسټ میاشتو کې دا شمېره ۲۵ په سلو کې وه.


بل لور ته د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) راپور ورکړی دی چې د طالبانو له واکمنۍ سره ۸۲ په سلو کې افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی دی او خلک مجبوره شوي چې په ماشومانو کار وکړي.


د میدان وردک د جلرېز ولسوالۍ اوسېدونکی دادالله په کابل کې بوټان رنګوي، ده ازادي راډیو ته وویل: "د ورځې ۷۰، ۵۰ ګټم، یوه نیمه ورځ هېڅ کار نه‌وي، کله بیا ۷۰، ۱۰۰ او د جمعې په ورځ ۱۵۰ هم کېږي."


یونېسف خبرداری ورکړی دی چې د کارګرو ماشومانو شمېر د بې‌وزلۍ له امله تر یو ملیون اوښتی او دا شمېرې په زیاتېدو دي.


اووه میاشتې شوې چې طالبانو کابل نیولی دی، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او مرستندویانو د دوی تر واکمنۍ راوروسته ۷۰ په سلو کې مرستې له افغانستان سره بندې کړې دي. د افغانستان د مرکزي بانک تر نهه میلیارده ډېر ډالر هم کنګل شوي دي.


د دې کړکېچ په ترڅ کې د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو مرستیال رامز الاکبروف ویلي دي چې خوړو ته نه‌لاسرسی او سخته لوږه د افغانستان تر ۲۳ ملیونه ډېر استوګن له ګواښ سره مخامخ کړي دي.


د الاکبروف په وینا، دا شمېرې د طالبانو تر واکمنۍ یوه میاشت مخکې ۱۴ ملیونو ته رسېدې.


الاکبروف زیاته کړه چې د افغانستان ۹۵ په سلو کې اوسېدونکي سمه ډوډۍ نه‌لري او دا شمېرې په هغو کورنیو کې چې پخوا ښځو ورته لګښت برابراوه اوس نږدې ۱۰۰ فیصدو ته رسېدلې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus