Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اروپايي ټولنې غړو د روسیې په وړاندې د بندیزونو څلورمه بسته تأیید کړه

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو په رسمي ډول د روسیې په وړاندې د بندیزونو څلورمه بسته تأیید کړه.


دا اقدام پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته وشو.


په دغو بندیزونو کې د ځینو شتمنو کسانو د شتمنیو کنګل کېدل هم شامل دي، لکه د چلسي د فوټبال کلب خاوند، رومان ابراموویچ.


پر روسیې د بندیزونو څلورمه بسته نن سې شنبه ناوخته د اروپايي ټولنې په رسمي جریده کې تر خپرېدو وروسته عملي کېږي.


د دغو بندیزونو له مخې به له روسیې د فولادو او وسپنې پر واردولو بندیز، پر موټرو چې قیمت‌یې تر ۵۰ زره یورو زیات وي او تر ۳۰۰ د لوړې بیې لرونکو فېشني شیانو پر صادرولو بندیز شامل دی.


دغه‌راز د بندیزونو د تازه بستې له مخې د روسیې د تېلو په کمپنیو او د انرژۍ په سکټور کې پانګونه هم منع کېږي.




د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسۍ مشر جوزف بورېل په یوه اعلامیه کې وویل: "هغسې چې د اوکراین د وګړو په وړاندې د ولسمشر پوتین جګړه روانه ده، د کرملېن د جنګي ماشین د تأمین د شنډولو لپاره زموږ هوډ هم دوام لري." 


د بورېل په خبره، د بندیزونو دا څلورمه بسته هغه اقتصادي او لوژستیکي بنسټ ته یو ګوزار دی چې روسیه پر اوکراین د حملې لپاره ورباندې متکي ده.


د هغه په وینا د بندیزونو هدف دا دی چې ولسمشر پوتین دا غیر انساني او بې‌معنی جګړه ختمه کړي.


په همدې حال کې د چک جمهوریت، پولنډ او سلوینیا صدراعظمان نن کیف ته لاړل څو له اوکراین څخه خپل څرګند ملاتړ وښیي.


دا سفر داسې وخت کېږي چې روسیې پر اوکراین خپلې حملې ته دوام ورکړی دی.


د چک صدراعظم پیتر فیالا په یوه ټویټ کې ویلي، درې واړه رهبران به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او صدراعظم دانیس شمیهال سره وګوري.




روسي ځواکونو د مهم بندري ښار ماریوپول د نیولو لپاره خپلې هڅې تازه کړي او نن سې شنبه سهار هم د اوکراین د پلازمېنې کیف پر څو ساحو یې خپلو بمباریو ته شدت ورکړ.


په عین حال کې روسي او اوکرایني مذاکره کوونکي پر یوه اوربند د سلا کېدو لپاره نورو خبرو ته په چمتووالي بوخت دي.


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، د اوکراین او روسیې د هیئتونو ترمنځ به خبرې نن هم دوام کوي. هغه ویلي د اوکراین هیئت پرون د خبرو پر مهال ښه وړتیا وښوده، خو په دې اړه‌یې نور توضیحات نه‌دي ورکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus