Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د عدم اعتماد تحريک سره مخامخ، عمران خان ولې په اسلام اباد کې جلسه کول غواړي؟

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د وزيراعظم عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحريک ته د رايې ورکولو څخه يوه ورځ مخکې د حکمران تحريک انصاف د ممکنه جلسې په کېدو نيوکې کړې دي.

مخالفو سیاسي ګوندونو د قامي اسمبلۍ سپېکر سره په جمع کړې درخواست کې غوښتنه کړې چې پر عدم اعتماد تحريک د رایې اچولو لپاره دې ورځ وټاکي. په همدې حال کې وزيراعظم عمران خان تېره اونۍ وويل چې د دغه رایې اچونې څخه به يوه ورځ مخکې خپل پلويان اسلام اباد ته ورغونډوي او د يوې جلسې له لارې به اپوزېشن ته ښيي چې ولس د هغه ملاتړ کوي.


خو له څو سیاسي ګوندونو جوړ حکومت مخالفه اتحاد، پاکستان جمهوري تحریک  (پي ډي اېم)  د تحريک انصاف په حکومت کې ګراني زیاته او اقتصاد خراب شوی نو ځکه یې خلک نور نه غواړي. 




د دې اتحاد مشري کوونکي ګوند جمعیت علمای اسلام (ف) ویاند جلیل جان وايي که حکمران تحريک انصاف د عدم اعتماد د رايې په وخت خپل پلويان اسلام اباد ته د فشار اچولو لپاره ورغواړي، نو دوی هم داسې کولی شي. هغه د مارچ په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل: "له عدم اعتماد څخه یوه ورځ وړاندې په اسلام اباد کې خلک راغونډول دا هېواد د خانه جنګۍ په لور بوتلل دي. ولس خو د عدم اعتماد لاره نه شي نیولی. د ایین او قانون ترمخه چې په اسبملۍ کې د عدم اعتماد په لړ کې د کوم چا سره اکثریت وي نوهغه به بریا ترلاسه کوي."


خو د تحريک انصاف غړي ټينګار کوي‌چې هر ګوند د جلسو کولو حق لري. په قامي اسمبلۍ کې د دې ګوند غړي، اقبال افريدي د مارچ په ۱۳مه مشال راډيو ته وويل: "که عمران خان وزیر اعظم دی نو د یو ګوند مشر هم دی. په دیر او کوهاټ کي جلسې وشوی نو که په اسلام اباد کي جلسه کیږي نو څه بده خبره نه ده. د حکومت لخوا به هیڅ غېر ايیني یا غېر قانوني اقدام نه کیږي. پر سیاسي جلسه هیڅ رقم بندېز نشته او نه مارشل لا لګېدلي ده. د اسلام اباد د جلسې د تیارۍ لپاره زما په حجره کي د ګوند د مشرانو او کارکنانو یوه غونډه هم شوې ده او چې عمران خان کله وايي موږ به اسلام اباد ته روانيږو."




د وزيراعظم د ليري کولو لپاره د اپوزېشن لخوا د عدم اعتماد د تحريک تر راوړنې وروسته، په پاکستاني‌رسنيو کې پر دې هم بحثونه روان دي‌چې پوځ د چا سره ولاړ دی؟ د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن په بيا بيا ادعا کړې چې په ۲۰۱۸ کال کې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې او د عمران خان حکومت د پوځي ایسټبلیشمينټ لخوا راوستل شوی دی. پوځ دا تورونو بې بنياده بولي او دريځ لري چې په سیاسي چارو کې نه يوازې لاس نه وهي بلکې بې طرفه دی.


خو د مارچ په يوولسمه، وزيراعظم عمران خان يوې جلسې ته وويل: "چې کله د نېکۍ او بدۍ جنګ وي نو خدای موږ ته د بې طرفه اوسېدو اجازت نه راکوي. بې طرفه خو ځناور وي‌ چې د ښه او بد فرق نه شې کولی. انسان د ښو په خوا کې ودريږي."


د سیاسي چارو څيړونکی خبريال، محمود جان بابر وايي عدم اعتماد تحريک ته د رایې اچولو په وخت له اسمبلۍ بهر د تحريک انصاف غړو په راغونډولو سره وزيراعظم عمران خان پر پوځي ایسټبلیشمنټ او اپوزېشن فشار اچول غواړي. "عمران خان یو اړخ ته په حزب اختلاف فشار اچول غواړي او بل اړخ ته ایسټبلیشمنټ ته پېغام ورکوي چې زما قوت نه دی ختم شوی."




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus