Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان افغانانو ته اجازه ورکړې چې بغېر له پاسپورټه خپل هېواد ته ستانه شي

د پاکستان حکومت افغانانو  ته اجازه ورکړې چې پر تورخم او چمن له پاسپورټ‌ بغېر خپل وطن ته ستانه شي. 

ګڼ خلک پر دغو لارو د تګ لپاره منتظر دي‌خو دوی داسې څه اسناد نه لري چې د پاکستان چارواکي‌ورته د ایکزیټ يا بهر تللو ټاپه ووهي. د قانون له مخې له هر هېواده، د وتلو په وخت وخت بايد يو تن پاسپورټ‌ ولري چې د ايکزیټ ټاپه پرې لګيږي. خو اوس د پاکستان حکومت په دې لړ کې قانون اسانه کړی دی.


د خیبر ضلعې یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د مارچ په ۱۲مه، مشال رېډیو ته وویل، دا ګام د ملي امنیت لپاره د وزیراعظم سلاکار  معید یوسف په ځانګړي امر پورته کړل شوی. د دې امر ترمخه پاکستان کې  ایسار افغانان د مارچ له ۱۲ مې تر ۱۵ مې یوازې په تذکره او پي او ار کارډ  افغانستان ته د اوښتو اجازه لري خو له هغې وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره  پاسپورټ او ویزه لازمي وي.


دا راز په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله رسمي ټویټرپاڼه ویلي، ټول هغه کسان چې د تورخم او سپین بولدک په دروازو بند پاتې دي کولی شي د ماچ تر ۱۵ مې په تذکره او پي او ار کارډ خپل هیواد ته ستانه شي. سفارت زیاته کړې چې د پاکستاني چارواکو سره یې د پاسپورټ او ویزې لازمي کولو په اړه هم خبرې کړي او له هغوی یې د حل غوښتنه کړې ده. 




د یادونې ده چې په دې ورستیو کې پاکستان افغان مېرمنو، ماشومانو او ناروغانو ته په تذکره او د کډوالو په کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) دغه هېواد ته د تګ راتګ اجازه ورکړې وه خو د مارچ په نهمه، د پاکستان حکومت په تورخم کې د هغه هېواد د وګړو د ثبت او د شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) دفتر د تصدیق څانګه تړلې چې له وجې یې له افغانستانه څوک بې له پاسپورټ ‌او وېزې سفر نه شي کولای.


د خیبر یو انتظامي چارواکي چې له رسنیو سره یې د اجازې نه لرلو له وجې د خپل نوم او غږ خپرول نه غوښتل، د مارچ پر نهمه نېټه مشال رېډيو ته وویل چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معید یوسف په امر یې په تورخم کې د نادرا د تصدیق دفتر تړلی دی. د دغه چارواکي په خبره، دا کار یې د "امنيت ټينګښت" لپاره کړی دی.


په هغه دفتر کې به د پاکستان او افغانستان ترمینځ په تذکره او د کډوالو په کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) د تګ راتګ کوونکو افغان وګړو تصدیق کېده. په دې صورت تایید شویو کسانو پاسپورټ او وېزې ته اړتیا نه لرله او دا اسانتیا د پاکستان حکومت اکثر ناروغانو، ښځو او ماشومانو ته ورکوله. خو اوس د هغه دفتر تر بندېدو وروسته بايد پاکستان ته اوښتونکی هر افغان وېزه او پاسپورټ ولري.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus