Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خلکو نیونو ته غبرګونونه؛ طالبان: دا کار د خلکو د امنیت لپاره کوو

د کابل ښار د پل سرخ اوسیدونکی چې د یوه پوهنتون استاد دی د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې دې راپور کې واخیستل شي وایي، نږدې درې میاشتې مخکې ورته له افغانستانه د وتلو زمینه برابره شوه، خو دی ځکه ولاړ نه ړو چې د طالبانو حکومت ژمنه کړې وه چې خلکو ته به په حکومت کې د کار لپاره یو خوندي چاپیریال برابر کړي.


اوس وایي، د پوهنتون د استادانو په ګډون د طالبانو د حکومت له خوا د خلکو نیول نیولو اندېښمن کړی دی.


د پوهنتون د دې استاد په خبره، د طالبانو حکومت له خوا د خلکو نیونه سم کار نه دی او د خلکو او د طالبانو د حکومت ترمنځ به واټن لا زیات کړي: "له دلیل او پلمې پرته د پوهنتون د استادانو نیونه، د مدني ټولنې د غړو نیول کېدل، دا ټول هغه څه دي چې خلک یې تمه نه لري. بیا لا دا چې انکار کوي او وایي، دغه کسان يې نه دي نیولي، خو نیول شوي کسان له خوشې کېدو وروسته وایي، طالبانو نیولي."




روحینا د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د څلورم کال محصله ده وایي، تردې وړاندې به یې پوهنتون کې په سیمینارونو کې په ازاد ډول خپل غږ او لیدلوری له نورو محصلینو سره شریکاوه.


خو په خبره یې اوس د طالبانو له حکومته وېره د دې لامل شوې چې ان خپلو ټولګیوالو سره په ډاډه زړه نه کیسې وکړي او نه هم خپل لیدلوری شریک کړي: "حکومت باید زغم ولري، حوصله ولري، د ټولو خواوو غږ واوري، څو به خلک نیسي؟ څومره نور کسان به ونیسي؟ دا د ستونزه حل نه دی، بل نورې ستونزه رامنځته کوي. په دې کار سره صرف د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کېږي او ځوانان په اوسني حکومت بې باوه کېږي. اوسنی حکومت باید د دې کارونو پرځای پر باور جوړونې کار وکړي."


د یادونې وړ ده چې د اګسټ له ۱۵مې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د بېلابېلو قشرونو په لسګونه کسان د طالبانو د حکومت له خوا نیول شوي چې بېرته خوشې شوي، خو د یو شمېر په اړه ادعا کېږي چې لایې هم برخلیک نه دی معلوم.


په دې نیونو کې معترضې ښځې، د پوهنتون استادان، مدني فعالان او هنرمندان هم شامل دي.


په تر ټولو تازه مورد کې افغان کمیډینه ندیمه مشهور په پتینګړه کاکۍ هم د طالبانو له بنده خوشې شوه.




د نوموړې ورور داستان نور ازادي راډیو ته ویلي چې خور یې له شااوخوا درې اونیو بند وروسته بېرته خوشې شوې ده.


هغه دا هم ویلي چې له ندیمې د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې تحقیقات کېدل، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی دا کار د خلکو د خوندیتوب امنیت او ثبات لپاره کوي: "هېڅ چاسره ظلم نه دی شوی، که څوک نیول شوي هم دي تحقیق یې پایته رسیدلی بېرته خوشې شوي دي. له چا نه وضاحت غوښتل شوی دی او څوک کیدی شي ځینو وختونو کې اشتباه پرې شوی وي او بېرته کور ته تلي. ځینې امنیتي پېښې او ځینې دعوې شته چې حکومت وظیفه لري چې توقیف ولري. د خلکو امنیت موږ ته مهم دی او هغه ته رسیدګي زموږ وظیفه ده."


د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي له دې ډلې نجیب ننګيال وايي، په افعانستان کې داسې رژیمونه مخکې هم تېر شوي، خو بقا یې نه ده کړې.


نوموړی وايي، کوم رژیمونو چې بشري حقونو ته درناوی ونه لري، عمرونه یې لنډ وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus