Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په ټولنیزو رسنیو کې په پتینګړه کاکۍ مشهوره ندیمه لادرکه شوې 

په ټولنیزو رسنیو کې په پتینګړه کاکۍ مشهوره ندیمه لادرکه شوې ده. 


ندیمه چې له کاناډا نه افغانستان ته تللې وه، له ډېره وخته یې د نجونو د زده کړو په برخه کې فعالیت درلود او هم یې په خواله رسنیو خلکو ته په بېلابېلو موضوع ګانو په تېره بیا له ښځو سره د چار چلند په اړه ویډیوګانې جوړولې. 


د ندیمې خپلوانو یو شمېر رسنیو ته تائید کړې چې له څه باندې شلو ورځو راهیسې د هغې په اړه معلومات نه لري.


ندیمې په خپلو ټولنیزو پاڼو باندې وروستی ویډیويي پيغام د فبروري په نهمه خپور کړی و چې په کې د طالبانو ځواکونو ته له خلکو سره د ښه چلند سپارښتنې کوي.




ندیمه دې ویډیو کې وایي:" زه غواړم تاسو ته یوه خبره وکړم خصوصاً زموږ نویو ورورڼو او نویو ژڼو ته! ګلانو درنه جار مې کړئ د خپل وطن په خلکو او تاسو مې زړه بدیږي ځکه دا خبرې درته کووم. تاسو چې په دا رنجرو کې روان یئ دا ټوپک داسې ( مخامخ ) مه نیسئ. یا خپل سر پرې ږدئ. خدای ته وګورئ سبا به درنه ډز شوی وي. یا به مخ ته څوک وولئ یا به خپل ځان ووهئ. بس زړونه وګټئ. موږ او تاسو محبت زیاتیږي."


د طالبانو حکومت تر دې دمه د ندیمې/پتینګړې کاکۍ د لادرکې په اړه څه نه دي ویلي.


د عظیم عظیمي په نوم یو بل مدني فعال چې غوښتل یې د پاکستان ضد لاریون تنظیم کړي له څو اوونیو راهیسې زنداني دی. 


طالب چارواکو مخکې له دې هم د ګڼو هغو  فعالانو په اړه له څه ویلو ډډه کوله چې لادرکه شوي و. 


تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم خیل او د ښځو د امن له یوه کوره لسګونه فعالانې په یو وار وړل شوې وې چې بیا له څه وخت وروسته طالبانو خوشې کړې.




طالبانو همدا تېره جمعه خپل یو بل منتقد د پوهنتون استاد او سیاسي شننونکی سید باقر محسني بندي کړ او له شااوخوا درېیو ورځو وروسته یې د یکشنبې په ورځ خوشې کړ.


ښاغلي محسني له بنده تر خلاصېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل:" د جمعې په مازیګر د کابل له شهرنو سیمې نه استخباراتو یو ناپيژانده ځای ته ( یوړل شوم) شااوخوا درې ورځې مې هلته تېرې کړې. مناسب برخورد وو. کومه خاصه موضوع چې تعقیب شي یا یې شک جوړ کړی وي نه وه موجوده. ځینې سطحي موضوع ګانې وې چې د دواړو لوریو په توضیح سره حل شوې."


د طالبانو له بنده یوې بلې تازه خوشې شوې افغان فعالې وحیدې امیري په خپل ټوېټر باندې د زندان د مودې او ورسره د شوي چلند په اړه ځینې څرګندونې کړي.


هغې لیکلي، یوه اوونۍ وړاندې تر شاوخوا اولسو ورځو زندان وروسته له بنده خلاصه شوه خو د خپل ځان او نورو ښځو ترخه برخلیک اندېښمنه کړې.


اغلې امیري زیاته کړې ډېرې خبرې لري او په وخت به یې بیان کړي. 


د بشري حقونو د څار سازمان د جَنوبي اسیا څانګې د افغانستان کمپاینرې سمیرا حمیدي په خپل ټوېټر لیکلي چې د طالبانو له خوا د عمومي عفوې اعلان یوه ټوکه ده.


هغې انتقاد کړی چې طالبان د بشري حقونو او سیاسي فعالان د وسلې او زور له لارې غلي کوي.


د طالبانو حکومت تازه د بشري حقونو د څار سازمان د دې خبرو په غبرګون څه نه دي ویلي خو مخکې یې انتقاد کړی و چې ځینې سازمانونه د افغانستان په تړاو له پروپاګنده کار اخلي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus