Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د پولیسو له اکاډمۍ۳۷۷ افسرانو خپل د لېسانس دورې سندونه ترلاسه کړل

د ۳۷۷ پولیسو افسرانو د فراغت ۱۱مه دوره،هغه افسران چې تېر حکومت کې یې څلور کاله زده کړې وکړې، خو د شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت له خوا، له زده کړو فارغ شول.


د طالبانو حکومت چارواکي دې مراسمو کې ډاډ ورکر چې دغو افسرانو ته به مصؤن چاپیریال او کاري زمینه برابره کړي.


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني چې د لومړي ځل لپاره د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو، په دې تړاو وویل: "موږ دوی ته ډاډ ورکوو چې تاسې د دې ملک بچیان یئ، د دغه ملک خدمت دا زموږ او تاسو شریکه وجیبه ده، تاسو سره مو چې کومه ژمنه کړې، د هغې په نتیحه کې مشران به ستاسو د خدمت او ستاسو د حقوقو د تاسو د امنیت دفاع وکړو."




په همدې حال کې د مخکیني حکومت د پولیسو یو شمیر افسران ادعا کوي چې د طالبانو له حاکمیت وروسته، یو شمېر امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.


د پولیسو یو افسر چې د د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې دې راپور کې واخېستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د حاکمیت په لومړیو درې میاشتو کې د طالبانو په غوښتنې خپل کار ته دوام ورکړ، خو دې موده کې یې هېڅ کوم ډول امتیاز نه دی ترلاسه کړی او یو شمېر ګواښونو سره هم مخ شوی.


دی وايي: "موږ درې میاشتې په افغانستان کې وو، طالبانو دعوت راکړ چې راشئ او خپلو دندو ته راوګرځئ، ما هم درې میاشتې له طالبانو سره دنده ترسره کړه، خو په دې درې میاشتو کې راته چا کوم امتیاز رانه کړ. آن دا چې ډېرې پلټنې راڅخه وکړې او افغانستان کې ژوند راته سخت شو، نو ځکه له افغانستان ووتمه او اوس ایران کې یمه."


د پولیسو دغه افسر وایي، که ورته د کار زمینه برابره شي او یو مصؤن چاپیریال وي چمتو دی چې بېرته خپلې دندې ته وګرځي.


په داسې حال کې چې طالبانو افغانستان کې د حاکمیت له پیل وروسته، عمومي بښنه اعلان کړه، خو په وار-وار د مرموزو هدفي وژنو او د مخکیني نظام د امنیتي ځواکونو د بندي کولو په تړاو راپورنه خپاره شوي دي.


د دغه ستونزو له امله یو شمېر مخکیني نظامیانو د طالبانو له ویرې بهر ته تللي او یو شمېر نور په کور دي او یا ازاد کارو بار کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus