Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له نړیوال بانکه د ۹۲ سیمه ییزو راډیوګانو او د ټلوېزیونو د استازو غوښتنې

په داسې حال کې چې نړیوال بانک اعلان وکړ چې د افغانستان د بیارغونې له صندوقه د بشري او اقتصادي ستونزو د کمېدو لپاره یو میلیارد ډالره د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو ادارو ته ورکوي، په دې هېواد کې د ۹۲ سیمه ییزو راډیو ګانو او ټلوېزیونو استازي له نړیواله بانکه غواړي چې دوی ته دې د مخکېني جمهوري نظام له سقوط وړاندې دې د ملي دسترخوان لپاره د عامه پوهاوی د اعلاناتو پیسې هم ورکړي. 


دوی د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، د ۲۰۲۱ کال له مارچ میاشتې نیولی د همدې کال تر اګسټ میاشت پورې یې د نړیوال بانک د ملي دسترخوان د پروژې د عامه پوهاوي اعلانات خپاره کړي، خو ۵ میلیونه افغانۍ حق الزحمه یې نه ده ورکړل شوې.


د دغه کنفرانس یو تنظیمونکي او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د همغږۍ مسول مطیع الله سرور ازادي راډیو ته وویل: "د ټول افغانستان ۹۲ سیمه ییزو راډیوګانو ټلوېزیونونو چې د نړیوال بانک د ملي دسترخوان د پروژې د عامه پوهاوي اعلانات یې د ۶ میاشتو په جریان کې خپاره کړي وو، د سقوط سره سم د نړیوال بانک فعالیتونه ودرېدل اوس چې دوی بیا فعالیتونه پیلوي، نو باید زموږ د رسنیو پیسې هم ورکړي."




ښاغلی سرور وایي، اوس مهال سیمه ییزې رسنۍ تر بل هر وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي او مالي لاسنیوي ته اړتیا لري.


د نوموړي په خبره، دې خبري کنفرانس کې دغه شان د طالبانو له حکومت هم غوښتنه وشوه چې سیمه ییزو رسنیو ته تېر مالیات معاف کړي.


دی وایي، د طالبانو حکومت له ټولو رسنیو جدي غوښتنه کړې، د مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت جوازونه نوي کړي او دغه شان ماليې وزارت ته خپل مالیات تحویل کړي.


په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیخ الله مجاهد وايي، له مسولو حکومتي ادارو سره به د مالیاتو په اړه د رسنیو د استازو غوښتنه شریکه کړي:




مجاهد زیاتوي: "ستونزې شته، حکومت هم اقتصادي ستونزې لري، دا شریکه ستونزه ده د حل لپاره یې لارې چارې لټوو، خو تر کومه حده چې ممکنه وي د دوی غږ به تر مسولینو ورسول شي او له دوی سره به د مرستې غوښتنه وکړو."


د طالبانو د حکومت له پیل وروسته، رسنۍ هم لکه د نورو بنسټونو په څېر سختې اغېزمنې شوي او ډېرو یې د مالي ستونزو له امله رسنیز فعالیتونه درولي دي.


وروستۍ وروستۍ بېلګه یې په لغمان کې د خېبر نوښت په نوم سیمه ییزه راډیو ده چې تېره ورځ یې فعالیتونه ودرول شول.


مسولینو یې ویلي، له تېرو لسو کلونو یې د لغمان د مرکز مهترلام او شااوخوا سیمو لپاره خپرونې کولې خو د اقتصادي ستونزو له امله یې فعالیت ودرولو.


دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې د بې‌ پولي خبریالانو ټولنې د افغانستان او ایران مسؤل رضا معیني ازادي راډیو ته ویلي و په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، له ۵۴۰ رسنیو۲۶۰ یې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus