Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: نړیوالې ټولنې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د ۱۵کسانو نوم‌لړ راسپارلی

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي، نړیوالې ټولنې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره یو پنځه‌لس کسیز نوم‌لړ ور سپارلی دی.


ښاغلي دلاور چې نن یې د دوحې د هوکړې د دویمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، په دې نوم‌لړ کې هغه محدود کسان شامل دي چې له افغانستانه 'تښتېدلي' دي.


دلاور زیاته کړه: "غیر له یو څو خاینو مشرانو چې له افغانستانه وتلي دي، له ۱۵ زیات نه دي، بل څوک دوی نه غواړي چې نظام کې شامل کړي. دوی موږ ته لسټ راکړی، اول یې ۸ کسان ویل، بیا ۱۱ شول او اخر کې غالبا ۱۵ کسان شول. "




خو ښاغلي دلاور په دې اړه نور ډېر جزییات ور نه کړل، خو موده وړاندې یې ملي ټلویزیون ته ویلي و: "دې کسانو کې د محمد محقق، کریم خلیلي، عطامحمد نور، سیما سمر او باتور دوستم په ګډون د یو شمېر کسانو نومونه وو. "


هاخوا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر وايي، د دوحې هوکړه د افغانستان د ورانۍ او د وینې د توېېدو د مخنیوي لامل شوه او  اوس باید ورته احترام وشي.




عبدالغني برادر پر اوسنیو ستونزو لاس‌بری ستونزمن بولي، له خلکو د صبر غوښتنه کوي او پر مسلکي افغانانو غږ کوي چې له افغانستانه د وتلو پر ځای د خپل هېواد د ابادۍ لپاره لاس په کار شي.


دی وايي: "ولس مو باید بې‌حوصلې نه‌شي او د لوی هدف د تر لاسه کولو لپاره د صبر او مسلسل کار لار غوره کړي.  پر پوهه او مسلکي افغانانو غږ کوم چې هېواد دې نه پرېږدي."


ملا عبدالغني برادر پر خلکو غږ وکړ څو د هغو کسانو پرضد د دوی ملاتړ وکړي چې غواړي د افغانستان د ابادۍ مخه ونیسي او وران یې کړي.


په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د رییس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د دوی حکومت له هېڅ افغان د انتقام اخیستو فکر نه‌لري.


ښاغلی حنفي له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې سره په ښو اړیکو ټینګار کوي او زیاتوي، د دوحې د هوکړې پر بنسټ، د نړیوالو مسوولیت دی چې د افغانستان په رغونه کې همکاري وکړي.




دی وايي: "د دوحې د هوکړې پر بنسټ، هغه هېوادونه چې افغانستان کې ښکېل و، حق نه لري چې زموږ په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وکړي. د همدې هوکړې پر بنسټ، دوی مسوولیت لاره، هغه ویجاړۍ چې تېرو شل کلونو کې دوی کړي، په بیارغونه کې یې ونډه ولري. "


د طالبانو حکومت د رییس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي ډاډ ورکوي چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او نه یوازې دا چې د افغانستان خاوره به د بل کوم چا پرضد نه کارېږي، بلکې هېڅ یوه وسله‌واله ډله په افغانستان کې فعاله نه ده.


له دې وړاندې امریکا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ان اروپايي ټولنې طالبان تورن کړي چې د دوحې پر هوکړې یې بشپړ عمل نه دی کړی او د القاعده په ګډون یې د ځینو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus