امریکا او ۱۰ هېوادونو د شمالي کوریا له خوا د توغندي ازموینه وغندله
دوی دا توغونه غیرقانوني او بې ثباتوونکی اقدام بللی او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتنه وکړه چې دا شورا یې هم وغندي ځکه چې د امنیت شورا له ګڼو پرېکړه لیکونو سرغړونه کوي.
د امریکا په ګډون دغو یوولسو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتنه کړې، څو هغه پرېکړه لیکونه تطبیق کړي چې له شمالي کوریا غواړي چې له ویجاړوونکو وسلو لاس واخلي او خپل د بالسټیک میزاییلو پروګرامونه بند کړي.
د شمالي کوریا ګاونډیو هېوادونو تېره یکشنبه کشف کړه، یو میزایل چې ۳۰۰ کیلومتره یې مزل وکړ، تر ۶۰۰ کیلومتره ارتفاع وهلو وروسته د شمالي کوریا په ختیځ ساحل کې ولګېد.