Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خوست قومي تړون: د ښځو مهر درې نیم لکه افغانۍ او په بدو کې به نه ورکول کېږي

د فبروري پر ۲۱مه د خوست د مرکز او ولسوالیو د بېلابېلو قومونو ګڼو مشرانو په یوه قومي پرېکړه کې د ښځې مهر درې نیم لکه افغانۍ وټاکه او په دښمنیو کې يې د ښځو ورکول منع اعلان کړل.


دوی همدارنګه وویل چې په اسلام دین کې د کورنۍ د نارینه وو غړو په شان ښځې د پلار په میراث او د ژوند د ملګري په انتخاب کې حق لري او هغوی څخه دا حقونه باید وا نه خیستل شي.


د خوست قومي مخورو په دې قومي ناسته کې پر ښځې غږ کول یو ناوړه کار وباله او ويې ویل، که کوم چا د بل کس خور، لور غږ وهلې کړه، نو قوم به په پښتني دود او دستور د هغه کس کور سوځي.


خوست والي محمدنبي عمري د ښځو د مهر د اندازې په اړه د قومي مشرانو پرېکړه داسې اعلان کړه:" د مهر په ارتباط باندې د هلک د طرف اقتصاد ته هم نظر شوی، د جینۍ هغه وسایلو، اسبابو او ضروریاتو ته هم نظر شوی دی، درې نیم لکه افغانۍ يې لیکلې دي، دا کافي پیسې دي او د ټولو د تائید وړ دي. "


د خوست د قومي مشرانو پرېکړې چې ډیری يې د ښځو پر مسایلو راټولې وې، دا هم وویل شول چې کونډې ښځې ته اسلام دین حق ورکړی، په هر ځای کې يې چې خوښه وي، نکاح کولای شي.


یو بل دیني عالم مولوي دیدار خان وايي، مهر د ښځې حق دی او د مهر پیسې باید د جینۍ پلار، ورور او نور خپلوان وا نه خلي.


نوموړی زیاتوي، هېڅ څوک باید د خور او لور د مهر پیسو ته سترګې ونه غړوي.




قومي مشر توریالی منګل وايي چې په دې قومي پرېکړو کې دا هم وو چې ښځه باید په دښمنیو کې ور نه کړل شي او بل د غچ اخیستلو مسئله وه چې د قاتل په ځای باید د هغه خپل خپلوان ونه وژل شي، ځکه دا په شریعت کې جواز نه لري.


یو بل قومي مشر حاجي قاسم ځدراڼ وايي، دا ستونزې زموږ په ټولنه کې شته او په دې اړه قومي پرېکړې ته یوه ستره اړتیا وه.


د ده په خبره د قومونو، کلیو او خېلونو په منځ کې ډیری ستونزې او مسئلې له همدې خبرو جوړیږي او په همدې پرېکړې عمل کول د یادو ستونزو یواځینۍ حل بلل کېږي.


د حقوقي چارو کارپوهان دا ډول پرېکړه د اخلاقي او اقتصادي جرایمو په مخنیوي کې اغېزمنې بولي.


د حقوقو د پوهنځي استاد رباني وحدت وویل: "ددغو پرېکړو په تطبیق سره به په ټولنه کې د ګڼو اخلاقي جرایمو، اقتصادي جرایمو، ټولنیزو ناخوالو، بدمرغیو او د جنګونو کچه راټیټه شي، زه مطمین یم چې د دغو مادو په وړاندې ټولنه هېڅ ډول حساسیت نه لري، که چېرته خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې دا د اسلامي شریعت غوښتنه ده او اوامر يې دي، زه باور لرم چې خلک به يې په ورین تندي ومني. "


که څه هم له دې پخوا څو، څو ځلې یو شمېر قومونو د بېلابېلو ټولنیزو مسایلو له هغې د ښځو د مهر، په بدو کې د ښځو د نه ورکولو او د نشه يي توکو د کاروبار د بندېدو په اړه قومي پرېکړې کړي، خو لکه څرنګه چې ښايي په هغه ډول نه دي پلې شوي.


په خوست کې د دې قومي غونډې ګډونوال ډاډه وو چې د ټولو قومونو د مشرانو په ګډې پرېکړې او د طالبانو د حکومت په ملاتړ سره به یادې فیصلې تر پخوا ښې پلې شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus