Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغان مېرمنو په ملاتړ پراخ انلاین کمپاین؛ هشټګ: 'افغان ښځو سره ودرېږئ'

"افغان ښځو سره ودرېږئ" دا د هغه مجازي کمپاین عنوان دی چې په دې وروستیو کې پر خواله رسنیو پیل شوی.


دا شعار کمپاین کوونکو پر لاسونو لیکلی او بیا یې د خپلو لاسونو عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي.


د افغان ښځو د حقونو فعاله او د معترضو ښځو د ډلې غړې تمنا صدیقي وایي، دا مجازي کمپاین کولی شي، د نړۍ هرځای کې پراخ شي او د نړیوالو پام د افغان ښځو وضعیت ته واړوي: "دا ښه اغېز لرلی شي ځکه له بده مرغه د ښځو حضوري اعتراضونه چې په افغانستان کې وشول په ظالمانه توګه وځپل شول، غوره لاره همدا ده چې له دې لارې نړیوالې رسنۍ او نړیواله ټولنه متوجه کړو."


اغلې صدیقي وایي، په دې توګه به نړیواله پر طالبانو فشار راوړي چې افغان ښځو ته یې حقونه ورکړي او تعامل ورسره وکړي.


دا کمپاین له یوې اوونۍ راهیسې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي توګه ټویټر کې زیات شوی چې اکثرو بهرنیو ښځو او نارینه وو هم "له افغان ښځو سره ودرېږئ" هشټک پر خپلو لاسونو لیکلی دی.


دا کمپاین داسې مهال پیل شوی چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې چې شپږ میاشتې کېږي، خو لا هم ښځو ته د کار اجازه نه ده شوې او نه هم له شپږم ټولکي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ.


بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، طالبان باید د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.


هغه په خپلو تازه څرګندونو کې د ښځو او نجونو تعلیم ته په اشارې وویل: "په دې وخت کې بیانات کافي نه دي، موږ غواړو چې له نوروز وروسته وضعیت وڅېړو، خو یو ځل بیا راته معلومه شوه چې نړیواله ټولنه له تعلیمي سکتور سره د مرستې لپاره رښتیني چمتووالی لري او وروستی څه چې زه یې د تعلیم په اړه وایم، زه باور لرم چې طالبان به د نړیوالو فشارونو په ځواب کې په هره کچه د ښځو او نجونو د شمولیت پرېکړه وکړي. زه فکر کوم چې دا د افغانانو یوه رښتینې غوښتنه او یو اساسي بشري حق دی چې موږ یې له ټول هېواده اورو."




ټام وېسټ وایي، له دې امله اندېښمن دي چې طالبان د افغان ښځو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې نه درک کوي.


دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې یو شمېر افغان معترضو ښځو د کابل په واټونو کې د خپلو حقونو لپاره د طالبانو پر وړاندې اعتراضونه وکړل چې د ادعاوو پر بنسټ یو شمېر یې بنديانې شوې هم وې چې ځني بېرته خوشې شوې دي.


وړاندې طالبانو ویلي، د ښځو حقونو ته ژمن دي او د وخت په تېرو به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو ښځو حقونه ورکړل شي_ هغه څه چې نړیوال یې ترې عمل کې پلی کولو باندې ټینګار کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus