Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا د داعش خراسان څانګې د مشر پر سر د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړه

امريکا د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې د مشر ثنا الله غفاري پر سر، چې د شهاب المهاجر په نوم مشهور دی، د ۱۰ میلیونه ډالرو جایزې اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر اوومه ویلي، دا پیسې به هغه چا ته ورکول کېږي چې د داعش ډلې د خراسان څانګې د یاد مشر او يا د دغې ډلې د هغو غړو په اړه معلومات شريک کړي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۲۶مه يې د کابل هوايي ډګر په ابې ګېټ کې په ځانمرګي بريد کې لاس درلود.


دا خونړی بريد هغه مهال وشو چې بهرنیو ځواکونو له افغانستانه د وتلو ماموریت بشپړاوه.


په دې بريد کې چې مسولیت يې اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې په غاړه واخيست، د ۱۳ امریکایانو په ګډون په کې شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.


د امریکا د بهرنیو‌چارو ‌وزارت د راپور پر بنسټ، داعش ډلې د ۲۰۲۰ز کال په جون میاشت کې شهاب المهاجر د خراسان څانګې د مشر په توګه وټاکه.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې نوموړی په افغانستان کې د ټولو بریدونو مسول دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت شهاب المهاجر په ۲۰۲۱ز کال کې امریکا د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا اعلان تر هغه وروسته کړی چې ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ پر درېيمه وويل چې د فبرورۍ پر دویمه شپې مهال په شام کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یوه حمله کې د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې د مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي مړینې "د ترهګرۍ یو لوی ګواښ له منځه وړی دی."


پر افغانستان د طالبانو له بشپړۍ واکمنۍ وروسته په دې هېواد کې داعش ډلې ځینې خونړي برېدونه وکړل چې سلګونه افغانانو ته يې مرګ ژوبله واوړله.


خو اوس د طالبانو حکومت وايي، دغه ډله يې ځپلې ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر اتمه مشال راډيو ته وویل چې داعش په افغانستان کې کومه رېښه نه لري، زیات شمېر کسان يې نیول شوي او ځپل شوي دي.


"د داعش عمومي مشر په افغانستان کې نشته او کوم سیمه ییز مشر يې چې دی، د هغه د نیولو او ځپلو لپاره اسلامي امارت کافي دی او په دې اړه به کوټلي ګامونه واخلي."


امریکا داسې مهال د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر او غړو پر سر میلیوني ډالري جایزې اعلان کړي چې تازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور کې راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه زیات شوي دي.


په دې راپور کې دغه شان راغلي، د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی عبدالله د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر میاشت کې له طالبانو سره د لیدنې په موخه افغانستان ته تللی، خو طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې دا راپور رد کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus