Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان: په ورځني ډول له ایرانه افغانستان ته نږدې ۲ زره کسان راستنول کېږي  

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تائیدوي چې ایران د افغان کډوالو د بېرته ستنولو چارې ته دوام ورکوي.  


د دې وزارت ویاند مطلب حقاني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:" هغه افغانان چې په ورځني ډول له ایرانه افغانستان ته راستنول کېږي شمېر یې له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې دی، دوی چې کله خپل هېواد ته راشي د بېلایېلو نړېوالو موسسو لکه (ډبلیو اف پي)، (ای او اېم) او (سي ای پي) له خوا ورسره مرسته کېږي، ځينې موسسې ورسره د خوراکي توکو په برخه کې او ځیني ورسره د روغتیا خدمتونو او نقدو پیسو مرستې کوي خو دا مرستې کافي نه دي او ټولو ته نه رسیږي." 


له دې سره هم مهاله هغه کډوال چې په دې ورستیو کې له ایرانه افغانستان ته راستانه کړل شوي، د ایراني پولیسو له ناسم چلند شکایت کوي.  


د غور ولایت اوسیدونکی عبدالبشیر تازه له ایرانه افغانستان ته راستون کړل شوی دی.  


نوموړی ۶ کاله وړاندې د پلار له سیوري محروم شو. 


۱۳ کلن عبدالبشیر د ۱۲ کسیزه کورنۍ یوازینی ډوډۍ ګټونکی دی. 




عبدالبشیر وايي، پنځه میاشتې مخکې د کار لپاره ایران کې خپل تره ته ورغی خو د کار پر مهال ایراني پولیسو ونیو او بېرته یې افغانستان ته راستون کړ.  


د نوموړي په خبره، دی هغه مهال ونیول شو چې له خپل تره سره په یو ودانیز شرکت کې په کار بوخت و.  


عبدالبشیر وایي:" ځینو له زیاتې لوږې ضعف کو، چا به بهر نه پرېښودل چې ووځي، خلک به یې په ځینو کمپونو کې زیات زورول، زموږ یو کس هم هماغه ځای کې مړ شو، حالت یې ډیر خراب ووهل او ټکول به یې هم کول." 


په ورته وخت کې یوه مور چې په دې ورستیو کې یې دوه زامن د ایراني پولیسو له خوا له وهلو ډبولو وروسته بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي وايي، د ایران پولیسو له دې ناوړه چلنده په اړه اندېښنه ښیي.  




راضيه چې نه غواړي د زوی نوم یې د امنیتي مسایلو له امله په راپور کې واخیستل شي وايي، له تېرو دوه اونیو راهیسې یې د زوی رواني حالت ښه نه دی.  


راضیه وایي:" ما ورته وویل چې ولې سم نه کینې ویل یې پولیسو وهلی یم او کیناستلی نه شم، زما اندېښنه دا ده چې ولي یې وهلي، موږ خو بې غرضه خلک یو، له یو خوا کار نه شته له بلې خوا مو دوی نه پریږدي او ها خوا مو طالبان نه پریږدي." 


د چارو یو شمېر پوهان له افغانانو سره د ایران حکومت ناسم چلند د افغانستان په حاکم نظام د فشار یوه وسیله بولي.  


د دوی په خبره، په دې ورستیو کې د ایران د اوبو د حق ابې مسله کېدای شي د دې چارې لامل وي. 


د چارو پوه طارق فرهادي:" موږ د ایران د اوبو ستونزه درک کوو خو له افغان کډوالو سره زور زیاتی بشري او حقوقي مسئله ده، افغانان زیات په ایران کې هم نه پاتي کېږي او له دې هېواده نورو ملکونو ته ځي، په هر حال د ایران او افغانستان د اوبو مسئله باید د خبرو له لارې او د نړېوالو معیارونو پر بنسټ حل شي. " 




له دې وړاندې ځيني ایراني چارواکو د کمال خان بند د اوبو خوشې کولو په په اړه هم ویلي و خو طالبانو بیا دغه راپورونه رد کړل.  


ځو ورځې مخکې بیا یو شمېر ایرانيان د پولې ها غاړې ته د اوبو د نه خوشې کېدو په تړاو په اعتراض کې سره راټول شوي.  


ایران د افغانستان لوېدیځ کې هغه هېواد دی چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته اوس یو ځل بیا افغانان د بې کارۍ او نا امنۍ له وجې دغه هېواد ته په غیر قانوني ډول ورته مخه کوي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus