Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کونړ ترکاڼان: د هرې ورځې په تېرېدو مو ستونزې زیاتیږي

په کونړ کې ترکاڼان شکایت کوي چې په افغانستان کې د رامنځته شوېو اقتصادي ستونزو او دوی ته د لرګیو د پخو موادو پر انتقال بندیز يې کارونه په ټپه درولي او مشکلات يې د هرې ورځې په تیرېدو مخ په زیاتیدو دي.


د کونړ په مرکز اسعد اباد او ولسوالیو کې د ترکاڼۍ په لسګونه هټۍ جوړې شوي چې په کې د کونړ له نښترو فرنیچرې، د خوب تختونه، دروازې، کړکۍ او نور زینتي توکي جوړېږي.


هټیوال وايي، پخوا په هرې هټۍ کې ګڼو کسانو کار کاوه او خپلو کورنیو ته يې نفقه پیدا کوله، خو اوس دوی د کار د نشتوالي له امله د دکانونو کرایه او ځانونو ته ډوډۍ هم نه شي پیدا کولی.


ترکاڼ عبدالوهاب چې په عمر ۴۵کلن دی ازادي راډیو ته یې وویل: "اوس کارونه ډېر زیات کمزوري شوي. پخوا ښه و، خلکو به ودونو او دفترونو ته سامانونه وړل، دا شپږ میاشتې کېږي چې جوړو کړو سامانونو ته ناست یو، څوک يې نه اخلي."


بل ترکاڼ عبدالخالق بیا وايي، خلک بې وسه شوي او هر سړی کوښښ کوي چې په کور کې شته سامانونه وپلوري او خپلو کورنیو ته پرې خوراکي توکي واخلي.


دی زیاتوي:"کار نشته، سهار دکان ته راځو او ماښام بېرته کورته ستنېږو، نه په کې کورته بېرته د تګ کرایه پیدا کېږي، نه ډوډۍ په کې پیدا کېږي او نه هم په کې د دکان کرایه پیدا کېږي، خو حکومت راځي او له موږ څخه مالیه غواړي. د دې پرځای چې له موږ یو څوک د یو څه جوړولو غوښتنه وکړي، راته وايي، راسره المارۍ او نور د کور سامان دي، راته يې وپلوره."


د کونړ اوسیدونکي وايي، پخوا هم د بېلابېلو دلایلو له مخې په کونړ کې له لرګیو جوړو دروازو، کړکیو، فرنیچرو، الماریو او نورو توکو ته جلال اباد او د هېواد نورو ښارونو ته د انتقال اجازه نه ورکول کېدله خو قاچاق وړونکو ته د روغو چارتراشو په ګډون د هر ډول توکو د وړلو اجازه وه.


ترکاڼان او د کونړ اوسیدونکي له طالب چارواکو غواړي چې د لرګیو پر قاچاقو بندیز ولګوي او ورسره د دوی پرلاسونو جوړو کړو شیانو ته اجازه ورکړي چې ورسره به په سلګونو کسانو ته د کار زمېنه برابره شي او خلک به په کورونو او دفترونو کې له وطني تولیداتو ګټه واخلي.




په کونړ کې طالب چارواکي بیا وايي، له کومې ورځې چې دوی واک ته رسیدلي، ترډېره يې د لرګیو د قاچاق مخه نېولې.


د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، په یوه داسې پلان کار کوي چې ورسره به په کونړ کې د ترکاڼانو په لاسونو جوړو شوېو توکو ته د هېواد هرې برخې ته د انتقال اجازه ورکړل شي.


ښاغلي حنیف زیاته کړه: "ولس، نجارانو او د لرګیو خاوندانو ته موږ ډاډ ورکوو چې په نږدې وخت کې به د لرګیو انتقال پیل شي. دلته به له لرګیو پاخه مواد جوړیږي چې ورسره به په سلګونو کسانو ته د کار زمېنه برابره شي او له بل پلوه به يې د لرګي ګټه کونړ کې پاتې شي."


د یادونې وړده چې په تېرو څه باندې درېیو لسېزو کې د کونړ ګڼ ځنګلونه وهل شوي او په یو شمېر سیمو کې لا هم هڅه کېږي چې دغه شنه ځنګلونه پر برقي ارو پرې کړی شي، خو اوس طالبان دعوه کوي چې په ټول کونړ کې يې د ځنګلونو پر وهلو او د لرګیو پر قاچاقو بندیز لګولی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus