ازادي راډیو افغانستان کې خپل د فعالیت درېیمه لسیزه پيلوي
دغې راډیو د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۲ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه افغانستان لپاره خپرونې پيل کړې.
په لومړیو کې د راډیو نوم "ازاد افغانستان" و، خو وروسته یې د مسولینو په سلا مشوره په ازادۍ راډيو بدل شو.
دا چې ازادي راډیو په کوم هدف د فعالیت درېیمه لسیزه پيلوي، مشر یې قادر حبیب په دې اړه وایي: "په درېیمه لسیزه کې به هم زموږ لومړیتوب زموږ اوریدونکي وي، موږ به هڅه وکړو چې خپلو اوریدونکو ته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ورسیږو، نه یوازې د راډیو بلکې په انلاین بڼه هم هغوی ته ورسېږو او د هغوی نظریات واورو. هغوی ته دا موقع ورکوو چې د خپلې سیمې د حالاتو په اړه وغږېږي، دا موقع ورکوو چې مونږ د هغوی غږ و اوسو."
ازادي راډیو اوس په ټولنیزو رسنیو فسبوک، انسټاګرام، ټویټر او یوټیوب کې هم شااوخوا شپږ میلیونه مینه وال لري.