Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

انډیپنډنټ: د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان کنګل شوي دوزخ ته ورته وباله

انډیپنډنټ


انډیپنډنټ ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرې رااخیستې دي چې امنیت شورا ته یې د خبرو پرمهال افغانستان کنګل شوي دوزخ ته ورته وباله او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې له میلونونو افغانانو سره دې خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.


انتونیو ګوتیرېش له نړیوالې ټولنې دا غوښتنه هم وکړه چې د افغانستان په میلیارډونو ډالر کنګل شوې شتمني ورپرېږدي څو د دغه هېواد اقتصاد له ماتېدو راوګرځي او ګڼ خلک مجبوره نه شي چې دا هېواد پریږدي.


انډپنډنټ لیکي، د امنیت شورا په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ چین او روسیې په لوېدیځ کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، خو په امنیت شورا کې د متحد ایالاتونو استازې لیندا توماس ګرینفیلډ وویل چې د بایډن اداره پر بېلابېلو لارو چارو غور کوي څو اسانتیاوې رامنځته شي، نوموړې زیاته کړه چې واشنګتن د جنوري په یوولسمه په بشري برخه کې له افغانستان سره د ۳۰۸ میلیونه ډالرو اضافي بشري مرستې اعلان وکړ چې لاهم له افغانستان سره تر بل هر هېواد د متحد ایالاتونو د مرستو کچه لوړه ده.


انډیپنډنټ وړاندې لیکي چې د افغانستان پر مرستو ولاړ اقتصاد په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ سره اغیزمن شو، ځکه چې بهرنیو له طالبانو سره له همکارۍ لاس واخیست.


د ورځپاڼې په باور نړیوالو ته د طالبانو د تېرځل واکمنۍ تجربه وه چې له ۱۹۹۶-۲۰۰۱کلونو پورې یې د نجونو د زده کړو مخه نیولې وه او ښځې یې له کاره منع کړې وې.


ملګري ملتونه وایي چې ۸،۷ میلیونه افغانان د قحطۍ په درشل کې دي او د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترېش څرګندوي چې د افغانستان نیمایي خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي.



دیپلومات


دیپلومات خپرونې هم د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه مقاله خپره کړې ده چې په یوه برخه کې یې راغلې دي، په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ سره په میلیارډونو ډالر نړیوالې مرستې پر دغه هېواد بندې شوې چې له دې سره جګړه ځپلی او وچکالي وهلی افغانستان د یوه انساني ناورین په لور روان شو.


دیپلومات بیا لیکي چې په وروستیو اوونیو کې ساړه ژمي وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.



ټېلګراف اېنډ ارګاس


ټېلګراف اېنډ ارګاس ورځپاڼه لیکي، د ماشومانو د ژغورنې د ادارې له لوري هغه غوښتنلیک چې په کې د بریتانیا له حکومته غوښتل شوي دي چې د افغان ماشومانو لپاره دې یوه نړیواله سرمشریزه راوبلې، د وکیلانو او عامو خلکو له لوري لاسلیک کېږي.


ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې تر پنځه ملیونه ډېر ماشومان له لوږي سره مخامخ دي او ملګرو ملتو د دغه هېواد لپاره د ۴،۴ میلیارډه ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده چې دا د دې سازمان په تاریخ کې د یوه هېواد لپاره تر بل هر وخت ډېره مرسته ده چې یوځای غوښتل کېږي.


ټېلګراف اېنډ ارګاس بیا د بریتانیا د یو دوو وکیلانو نومونه اخیستي دي چې دوی د ماشومانو د ژغورنې ادارې غوښتنلیک لاسلیک کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus