Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

تصدي:کابل او ځینې ولایتونو کې بیا ملي بسونه فعاله شوي، نن یې کار پیل کړی

د ملي بس تصدي وايي، په  پلازمېنه کابل کې یې سل او په هرات، بلخ، ننګرهار، لغمان، پروان او پکتیا کې یې ۳۲ ملي بسونه فعاله کړي چې له نن یې کار پیل کړی دی.


د دې ادارې د تخنیکي چارو مسول رومان الله امان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په رغول شوېو بسونو زیاتې پیسې نه دي لګول شوي که لګول شوي هم وي ټاير، بطرۍ، د روغنیاتو برخه، ځینې پرزې چې ورته اړتیا وې هغه ورته اخیستل شوي چې دومره پېسې نه کېږي. خو هغه ۶۲۱ بسونه چې خراب دي هغه اساسي جوړولو ته اړتیا لري او زیاتې پېسې ورته پکاریږي چې تراوسه موږ په دې برخه کې کوم ډونر نه دی پیدا کړی."


د ښاغلي امان په خبره، د پاتې ملي بسونو د بیارغونې لپاره هم هڅې رواني دي، څو ژر ورغول شي.


که څه هم ښاغلی امان نه وايي چې په بیارغول شوېو ښاري ملي بسونو څومره لګښت راغلی، خو په وینا یې ۱۳۲ جوړ شوي دغه ملي بسونه د تصدي په شخصي لګښت جوړ شوي دي.




مخکیني حکومت هم په وار-وار د خرابو شوېو ملي بسونو د جوړولو خبره کړې وه، یو شمېر جوړ او بیا فعاله هم شول خو بېرته له فعالیت وغورخېدل.


د نوېو ملي بسونو لپاره تمځایونه جوړ شول، خو د حکومت تر نسکورېدلو پورې چا بسونه ونه لیدل، دغه شان د میټرو بس د جوړېدو خبره هم په وار-وار وشوه، خو عملي بڼه یې خپله نه کړه.


خو اوس چې د طالبانو د حکومت له خوا د خرابه شوېو ملي بسونو د بیا ترمیم اقدام شوی، خلک ترې هرکلی کوي او وايي، هیله من دي چې د دوی ترانسپورتي ستونزې تر ډېره هوارې کړي.


د کابل ښار اوسیدونکي تلاش او سمیع الله یې په اړه وايي: "د ملي بسونو بیا فعالیت ډېر ښه ګام دی او موږ یې په نېک فعال نیسو، د دې چارې له پیل سره به خلک په اسانۍ سره وکولای شي ځانونه خپلو موقیعتونو ته په اسانۍ سره ورسوي او کرایې به هم پرې راکمې شي.




-د ملي بسونو بیا پیل ډېر ښه خبر دی، خو باید په دې بسنه ونه شي د دې لپاره چې په سلهاو نور هم خراب ولاړ دي او دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي تر څو هغه نور هم فعاله شي."


د افغانستان له تېرو حکومتونو سره هند، ایران، جاپان، پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه زرګونه بسونو مرسته کړې وه، خو د وخت په تیرېدو سره دا بسونه د تخنیکي ستونزو له امله له فعالیت وغورخېدل.


د طالبانو حکومت د ملي بس تصدي په داسې حال کې دا اقدام ترسره کوي چې له دې وړاندې کابل مېشتو د ښاري ټکسیو له لوړو کرایو شکایت درلود.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus