د تهران لپاره د امریکا یو لوړپوړی استازی د هغو مرکچیانو له ډلې ووت چې له ایران سره اټمي تړون ارزوي.
ریچارد نیفیو داسې حال کې له دې ډلې ووځي چې د دغه تړون بیا ژوندي کېدو ته هڅې ګړندۍ شوي، خو مرکچیان یې د نظر اختلاف لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته ویلي چې ریچارد له دې وروسته د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال نه دی.
دغه وزارت د خپل دې اقدام لامل څرګند نه کړ، خو والسټریټ ژورنال ویلي، ریچارد نیفیو له نورو امریکایي مرکچیانو سره د ایران د اټمي تړون په اړه د نظر اختلاف درلود.
د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو، چین، فرانسې، بریتانیا، روسیې او جرمني ترمنځ د اترېش په پلازمېنه ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا فعالولو په اړه خبرې روانې دي، خو د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کیږي.