Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د روسیې پر وړاندې د امریکا اروپايي متحدان د څه ډول اقدام نیت لري؟  

سره له دې چې د امریکا اروپايي متحدانو د روسیې د اقداماتو پر وړاندې یو بل ته لاسونه ورکړي، خو دا څرګنده نه ده چې هغوی د څه ډول اقدام نیت لري؟  


د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جو بایډن تر ډېره توانېدلی چې خپل اروپايي متحدان سره راټول کړي، څو پر اوکراین د روسي ځواکونو د برید په صورت کې د سختو اقداماتو ژمنه وکړي. 


امریکا، ترکیې او بریتانیا له اوکراین سره د ټانک ضد راکټونو، بې پېلوټه الوتکو او پیسو د برابرولو لپاره چمتووالی ښودلی دی. 


په داسې حال کې چې له اوکراین سره د روسیې د پولو په اوږدو کې ترینګلتیا زیاته شوې، تېره اوونۍ د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سویس په جنیوا ښار کې خبرې وکړې، خو د دوی خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. 


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون چې اوس یې هېواد د اروپايي اتحادیې مشري په غاړه لري، پرون چهارشنبې په بروکسل کې د دې اتحادیې پارلمان ته په وینا کې وویل: "په راتلونکو څو اوونیو کې، موږ باید یو اروپايي وړاندیز چمتو کړو چې د امنیت او ثبات یو نوی نظم رامنځته کړي. موږ باید د هغو اروپایانو په توګه چې په ناټو کې زموږ له متحدانو سره کار کوي، دا کار وکړو او بیا هغه له روسیې سره د خبرو لپاره چمتو کړو."




لوېدیځ هیوادونه وايي، په دې اندېښمن دي چې روسیه پر اوکراین بلې حملې ته پلمې لټوي.


اوکراین بیا د روسیې د حملې پر وړاندې له لوېدیځو هېوادونو وسله والو مرسته غوښتې. 


په همدې منځ کې د ټانک ضد وسلو په شمول د بریتانیا پوځي مرسته د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسېدلې ده. 


مسکو پر اوکراین د حملې پلان ردوي، خو دا یې ویلي چې که له ناټو سره د اوکراین د نه یوځای کېدو په ګډون د روسیې یو شمېر غوښتنې ونه منل شي، مسکو یو لړ نامعلوم پوځي اقدامات کولی شي. 


د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون چهارشنبه(د مرغومي ۲۹مه) د اوکراین د پولې په اوږدو کې ترینګلتیاوو ته په اشارې خبریالانو ته وویل: "په اوکراین کې د کړکېچن وضعیت په اړه، حالت په رښتیا ترینګلی دی. موږ وینو چې وسله ورکول کېږي، موږ هلته د لوېدیځو هېوادونو راز-راز پوځي تمرینونه او خوځښتونه وینو، دا ټول د اوکراین په شااوخوا کې د کړکېچ سبب کېږي." 


په همدې منځ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په کیف ښار کې د امریکا د سفارت له کارکوونکو سره د کتنې پر مهال د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغوښتل چې سوله ییزه لار خپله کړي.  

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus