امریکايي پولیسو یو دوه تابعیته د بندیزونو د سرغړونې په تور نیولی
د متحدو ایالاتونو د عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ۴۴ کلن کامبیزعطار کاشاني د جنورۍ په ۱۴مه د ایران مرکزي بانک ته د وسایلو او ټکنالوژۍ د لېږلو له هڅې وروسته په شیکاګو ښار کې ونیول شو.
امریکا د ایران د مرکزي بانک په شمول د دغه هېواد پر یو شمېر دولتي ادارو د وسایلو او خدماتو پلور په دې خاطر منع اعلان کړی چې د تروریستي ډلو لپاره کار کوي.
که کامبیز کاشاني محکوم شي، تر ډېره سزا یې ۲۰ کاله حبس او یو میلیون ډالره جریمه ده.