Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو له لوري د پوهنتونونو د پرانيستې دريځ ته د نجونو محصلانو غبرګون

په افغانستان کې د ښځو د حق غوښتنې له میاشتو میاشتو اعتراضونو او له نړیوالو فشارونو وروسته، طالبان د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتنونو د دروازو د پرانیستلو خبره کوي. 


خو یو شمېر نجونې محصلانې او د ښځو د حقونو فعالانې د دولتي پوهنتونونو د خلاصون په اړه د طالبانو د حکومت له دې اعلان سره محتاطانه چلند کوي. 


دوی ادعا کوي چې طالبان په دې پلمه د خپل حکومت د مشروعیت غوښتنې په لټه کې دې دي او وایي، د مناسبت فرصت په رارسېدو سره به ولیدل شي، چې طالبان خپلې دغې خبرې ته څومره ژمن پاتې کېږي. 


د ښځو د حقونو فعالې او لیکوالې سمیې رامش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" زه فکر کوم دا چې په دې وروستیو ورځو کې کومه رنګینه، پیاوړې او اغیزمنې جبهې عملاً مبارزه کوي د طالبانو د ایدیولوژۍ خلاف میدان کې درېدلي دي هغه د افغانستان د ښځو د مقاومت جبهه ده، دوی د دې مطلب په اعلان سره چې پوهنتونونه به بېرته خلاص شي غواړي چې یو څه ښځې له خپلو مبارزو په شا کړي او دوی دا کار د خپل حکومت د  مشروعیت او د ملګرو ملتونو او بهرنیو هېوادونو د پام د ور اړولو لپاره کوي.” 


خو د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت چارواکي، وایي چې راتلونکو ورځو کې به د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او درسونه به هم پیل شي. 




د دغه وزارت ویاند احمد تقی ازادي راډیو ته وویل چې د نجونو او هلکانو د ټولګیو جلاوالی به د لوړو زده کړو د بنسټونو د خلاصون له شرایطو څخه وي. 


احمد تقي وایي:" د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د دولتي پوهنتونونو دروازې پرانیزي او زده کړې پیل شي ښځینه او نارینه محصلین کولای شي خپل درسونه ووایي البته د ګډ تعلیمي نظام نه تېر شوي یو او مخنیوی شوی دی د نارینه محصلینو درسونه به جلا او د ښځینه وو به جلا وي.” 


له دې سره یو شمېر نجونې محصلینې د زده کړو او ښوونې د بهېر بېرته پیلدل هم یو قدم شا ته پاتې کېدل بولي. 


د کندهار ولایت یوې محصلې رنګینې ازادي راډیو ته وویل:" دوی چې کوم قیودات لري موږ ورسره هېڅ ستونزه نه لرو په ځانګړي توګه هغه که د اسلام په چوکاټ کې وي، که دوی شخصي قیودات لري چې د دوی هر شخصي نظر به موږ اورو او په ځان به یې عملي کوو بیا نو موږ ورسره ستونزې لرو، ځکه چې موږ هم انسانان یو او ځان ته حقونه لرو.” 


طالبان داسې مهال د نجونو محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د خلاصون خبره کوي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په شمول ځینې شرایط ایښي دي. 


تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، دوی هیله من دي چې په نوي ښوونیز کال کې د هلکانو تر څنګ د نجونو زده کوونکو پر مخ هم ښوونځي پرانیستل شي خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus