Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

لغمان کې یوه کورنۍ: طالبانو زموږ ۲ غړي په ډزو وویشتل؛ طالبان: 'سهواً' لګیدلي

د لغمان په مرکز مهترلام کې د پرونۍ پېښې قرباني کورنۍ وايي، طالبانو یې د کورنۍ دوه تنه په ډزو وېشتلي، خو لا یې د دوی پوښتنه هم نه ده کړې. 


د دې پېښې په ویډیو کې لیدل کېږي چې په کې یوه مور او لور په وینو لړلې روغتون ته لېږدول کېږي. 


په ویډیو کې ادعا کېږي چې پر دې دواړو ښځو یوه طالب وسله‌وال په پاسپورټ مدیریت کې دننه هغه مهال چې دوی بایومټریک ته کتار کې ولاړې وې، ډزې وکړې. 


دا دواړه مور او لور اوس د لغمان په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. 


د قرباني کورنۍ یو غړی او د پېښې عیني شاهد عبدالرزاق قاضي‌زاده ازادي راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوی پرون په پاسپورټ مدیریت کې د خپلې کورنۍ له غړو سره د بایومټریک لپاره کتار کې ولاړ وو. 


دی وايي، طالب وسله‌والو قصداً دوی په نښه کړل او درې ډزې یې وکړې چې په دوو مرمیو یې د دوی د کورنۍ غړې چې مور او لور دي، په اوږه ولګېدې او درېیم ډز یې خطا شو: "پنځه لس کم څلور بجې وې. دې غوښتل چې له خپلو ۹ بچیانو سره دننه ولاړه شي. په دې وخت کې طالب نظامي راځي ورته وايي، مخکې مه راځه، خو دا ورته وايي چې زما نوبت دی. په همدې حال پرې مخامخ ډزې کوي." 


خو له پېښې وروسته د لغمان د والي ویاند صلاح‌الدین زاهد ازادي راډیو ته وویل، له یوه وسله‌وال په تېروتنې ډزې شوي چې په کې دوه ښځې ټپیانې شوي: "یوه نجلۍ او یوه ښځه لګیدلي او دواړه ټپیان شوي. تر عملیات وروسته یې روغتیا ښه ده او بله ستونزه نه‌شته."




 خو ښاغلی قاضي‌‌زاده د طالب چارواکو دا څرګندونې بې‌عدالتي او د حقایقو پټول ګڼي. 


عبدالرزاق قاضي‌زاده دا هم وايي، ټپیانې دواړه د لغمان ولایت مقام مخامخ په روغتون کې بستر دي، خو لا یې طالب چارواکو هېڅ پوښتنه نه ده کړې: "متاسفانه د دوی دا موقف د دې ښکارندويي کوي غواړي په دې جنایت پرده واچوي. یو زړه‌ بوږونکی پېښه او ظلم شوی، خو د ولایت مقام رسنیز دفتر یوه اعلامیه خپروي." 


د پېښې قرباني کورنۍ عدالت غواړي او وايي، هغه شخص ته باید سزا ورکړل شي چې په ملکي ادارو کې بې‌ګناه انسان په ډزو ولي. 


ازادي راډیو د دې ادعاوو او غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر پوښتلی، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب ورنه کړ. 


دا څوم ځل دی چې طالب نظامیان ملکیان په نښه کوي او وروسته یې د تېروتنې پایله بولي. 


تېره اوونۍ د زینب په نوم یوه کوژده شوې نجلۍ هغه مهال چې له واده راستنېده موټر یې په نښه شو او ووژل شوه چې کوژدن یې ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي:" دیارلسمې حوزې  یې پړه ومنله او ویې ویل چې موږ بښنه غواړو چې دا پېښه موږ کړې بس همداسې دا موضوع د بښنې تر حده پاتې ده."




 میاشت وړاندې د کابل په قوايي مرکز سیمه کې هم د مور یوازینی زوی فیصل د طالب نظامیانو په ډزو کې ووژل شو، خو طالبانو دا پېښه هم خپله تېروتنه وبلله. 


له دې وړاندې طالب چارواکو په ځلونو ویلي چې د حکومت له پیل وروسته یې په افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې شمېر صفر ته را ښکته شوی، خو ښکاري چې لاهم د ټوپک له خولې وتلې مرمۍ د چا ژوند اخلي او څوک د روغتون تر بستره رسوي او مسوولین هم پېښو ته د رسېدنې په اړه څه نه وايي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus