Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستې د غوښتنې هرکلی کړی

د طالبانو حکومت پر نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو غږکړی چې د بشري مرستو د همغږي کولو له عالي کمیټې سره په همکارۍ د دغه مرستو د وېش او رسولو لپاره له شته دولتي ظرفیت څخه کار واخلي.


د طالبانو د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د چهار شنبې په ورځ د دغې کمیټې په ناسته کې د ملګرو ملتونو له خوا له افغان ولس سره د ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستې د غوښتنې د هرکلي تر څنګ د مرستو پر عادلانه وېش ټینګار وکړ.


حنفي وویل:" موږ له تبعیض پرته د عادلانه وېش، د عمل د ازادۍ او اړو کسانو ته د مرستو د رسولو په اغیزمنو لارو چارو د شفاف، حساب ورکوونکي او عادلانه پروسې غوښتونکې یو. موږ همدارنګه د ۲۰۲۲ کال لپاره د ملګرو ملتونو له لورې د ۴،۴ ملیارډه ډالرو د مرستو د نوې غوښتنې هرکلی او ملاتړ کوو."




ښاغلي حنفي زیاته کړه چې ملګرو ملتونو افغانستان ته د بانکونو له لارې د نغدو پیسو په راټولولو او لېږد کې مخکښ رول لوبولی دی.


هغه زیاته کړه چې په اوسنيو حالاتو کې له ملګرو ملتونو سره د طالبانو د حکومت همکاري د حکومت او مرستندویه ادارو تر منځ د بې سابقې ملګرتیا ښودنه کوي.


ښاغلي حنفي زیاته کړه چې دولتي بنسټونه یوازي د نړیوالو مرستندویه ادارو د فعالیتونو په برخه کې اسانتیاوې برابروي او د دوی په پالېسیو کې هېڅ ډول دخالت نه کوي.


د بشري مرستو د همغږۍ د عالي کمېټې غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او په افغانستان کې د بشري چارو همغږي کوونکي، د طالبانو د حکومت د مالیې او اقتصاد وزارتونو چارواکو او د یو شمېر مرستندویه ادارو د استازو په ګډون سره په کابل کې دایره شوه. 


په افغانستان کې په داسې حال کې له بې وزلو او اړمنو سره د مرستې هڅې روانې دي چې د مرستو له وېش سره سره لا هم یو شمېر بې وزله کورنۍ له مرستو بې برخې دي.




شکريه په کابل کې د يوې پنځه کسېزي کورنۍ مشره ده چې له بې وزلۍ او بدمرغۍ سره لاس او ګرېوان ده، خو تراوسه لا له دغو مرستو برخمنه شوې نه ده.


شکریه وایي:" زه له څلورو میاشتو راهیسې وزګاره یم. کور مې په کرایه دی او د خوړلو لپاره څه نه لرم. هره ورځ د مرستې خبرې کېږي، خو موږ مستحقو کسانو تراوسه نه دي لیدلي چې له موږ سره به دا مرسته کله کېږي."


دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د افغانستان د خلکو سره د ۲۰۲۲ کال لپاره ۴،۴ میلیارده ډالره مرستو غوښتنه کړې ده.


ملګرو ملتونو د دې پیسو غوښتنه په افغانستان کې دننه او په ګاونډیو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره کړې ده.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو او بېړنیو مرستو همغږي کوونکي، مارتین ګریفیتس د سه شنبې په ورځ په جنوا کې وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستو اړتیا په افغانستان کې د تېر کال پرتله درې برابره زیاته ده.


بل خوا د خوړو نړیوال سازمان «W.F.P» په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان د لوږې له سونامي سره مخ دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus