د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د افریقا د فوټبال جام چې راتلونکې اوونۍ پیلېږي، شااوخوا ۶۰ سلنه نندارچیان به ولري.
د کامرون هېواد د فوټبال فدراسیون او د افريقا فوټبال کنفډرېشن له یوې هوکړې وروسته پرېکړه وکړه چې د افریقایي ملتونو کپ به د کوربه ټیمونو په استثنا چې اتیا سلنه نندارچیان به ولري نور لوبو ته به د نندارچیانو کچه له ۶۰ سلنو زیاته نه وي.
دغه فدراسیونونو دا پرېکړه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کړې ده.
د دې جام لومړۍ لوبه به د بورکینا فاسو او کوربه هېواد کامرون ترمنځ د راتلونکي اوونۍ د یکشنبې په ورځ وشي.