Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

سور صلیب: افغانستان کې نغدې پیسې کمې دي، لېږد ته یې د نړیوالو منځګړتوب مهم دی

په افغانستان کې د سره صلیب د استازولۍ مشر وايي، مهمه ده چې دې هېواد ته د نغدو پیسو د لېږد او پرېښودو لپاره، له نړیوالې ټولنې سره دې منځګړیتوب وشي.


د الیون فیلیون په خبره، د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه، د نغدو پیسو کموالی دی او په خبره یې اوس‌مهال افغانستان له هر څه زیات نغدو پیسو ته اړتیا لري.


الیون فیلیون له 'CNN' ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي: "اوس مهال په افغانستان کې اصلي ستونزه د هېواد په کچه د نغدو پيسو کموالى دى. دا ستونزه عامه ده، ان هغوى چې نن پر افغانستان حاکم دي هم له دې وضعيت په امان کې نه دي. هغه څه چې د راتلونکي لپاره اړين دي، دا چې نړيواله ټولنه بايد د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پيسو د واردولو په اړه څه ناڅه انعطاف وښيي. د عامه سکټور تنخواوې بايد ورکړل شي. د اقتصاد د بيا څرخېدو لپاره بايد خصوصي برخه له يوه کارنده بانکي سيسټم څخه برخمنه وي، څو خلک لا ډېر بې‌وزلۍ کې راګیر نه‌شي."




په ورته وخت کې ملګري ملتونه هم په افغانستان روان وضعیت ته اندېښنه ښيي.


د ملګرو ملتونو یو ویاند سټېفن دوچارېک پرون سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل: "وروستیو ورښتونو او ساړه ژمي د افغانانو هغه ستونزې لا ډېرې او سختي کړي چې له وړاندې ورسره مخ وو."


ښاغلي دوچارېک زیاته کړه، په راتلونکو ورځو کې د نورو ورښتونو وړاندوینه هم شوې، هغه چې خلک به لا ډېر اغېزمن کړي.


که څه هم ملګري ملتونه وايي، یوازې ډسمبر میاشت کې یې ۷ میلیونه بې‌وزلو افغانانو ته مرستې رسولي، خو د بې‌وزلۍ ګراف او شمېر د بل هر وخت پر تله ډېر پورته دی.




د ملګرو ملتونه رسمي شمېرې ښيي چې ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، هغه چې دې ادارې د رسولو لپاره له نړیوالې ټولنې د ۴ نیم میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې.


ملګري ملتونه زیاتوي، د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ډېری افغانان ژوند کوي او هره شېبه، لاس‌نیوي ته اړتیا لري.


محمد نذیر له خوست ـ کابل ته را کډه شوی، ګوندې که یې ژوند ښه شي، خو دلته یې اوږې پردي پور لا درنې کړي: " نږدې څلور ـ پنځه میاشتې کېږي چې د کور کرایه مې نه ده ورکړې. د یوې افغانۍ د ګټلو درک نه‌شته. چوک ته هره ورځ راځوو، کار نه‌شته. یوازې زه نه، بلکې دلته چې څوک دي، ټول له دې ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. موږ سره نه څوک مرسته کوي، نه تر اوسه چا څه را کړي دي."


عبدالله د کابل په احمد‌شاه بابا مېنه کې د خپل کور توکي خرڅلاو ته را ایستي خو وايي، پېرودونکي نشته، ځکه په خبره یې، خلک پیسې نه‌لري:​ "کار نه‌شته، د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لپاره کار کوو. د خپل کور وسایل پلور ته راوړو. نه پیسې شته او نه کار، څه وکړو."


پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو د روغتیا او خوارک سازمانونو رسمي شمېرې ښيي چې نږدې ۴ میلیونه افغان مېندې او ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي. هغه چې ۱،۲ میلیونه یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او د نه لاس‌نیوي پر مهال یې هره شېبه د مړینې ګواښ شته.




وړمه شپه له ملي ټلوېزیون سره مرکه کې د طالبان د حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال عبدالغني برادر هم وویل، بشري مرستې د افغانانو ستونزه نه‌شي حلولای، بلکې اړینه ده چې په بنسټیز ډول د افغانستان اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ستونزې حل شي.


د طالبانو حکومت د ستونزو هوارېدل د دوی د حکومت په رسمیت پېژندنې او د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې په ازادۍ پورې تړي. هغه چې د امریکا او نړیوالې ټولنې ځواب ورته روښانه ده.


د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول، بشري حقونو په ځانګړي د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون، هغه شرایط دي چې نړیوال غواړي، طالبان یې عملي کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus