Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې یوه مدافع وکیله: ناپیژانده کس مې په کور راننووت او زما د وژلو هڅه‌یې وکړه

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د فردي امنیتي ګواښونو په لړ کې په کابل ښار کې د فتانې محمدي په نوم یوه مدافع وکیله په خپل کور کې د یو ناپېژانده وسله‌وال له لوري د وهلو ډبولو کیسه کوي.


فتانې محمدي چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال‌یې په لویه څارنوالۍ او محکمه کې هم دنده ترسره کړې وایي، دغه ناپېژانده وسله‌وال کس د دې په کور حمله وکړه او د دې په خبره، په دې دلیل چې د تېر حکومت کارکوونکې وه، شکنجه کړې یې ده.


فتانه وایي، دوه میاشتې مخکې هم پرې حمله شوې وه، دا د امنیت او خندیتوب غوښتونکې ده.


دا پېښه شااوخوا ۱۰ ورځې مخکې رامنځته شوې او له هغه وروسته فتانه یو پټ ځای ته تللې چې ازادي راډیو ونه‌شو کړای ورسره مرکه وکړي.


خو هغې له دې حملې وروسته یو ازاد خبریال سره په مرکه کې چې دا مرکه ازادي راډیو ته هم رسېدلې ادعا کړې چې دغه ناپېژانده کس غرمه مهال د دې د کور دروازه په لغتو ورخلاصه کړې او پر سر یې د وسلې پر کېښودو ترې پوښتلي چې "ته وکیله یې او په تېر دولت کې دې کار کاوه؟"


فتانه له ډزو ژغورل شوې، خو په هغو عکسونو کې یې چې دغه خبریال ته ورکړي پر بدن‌یې د وهلو ډبولو نښې نښانې لیدل کېږي.


فتانې ویلي: "راباندې یې ډزې وکړې، کمپله مې پر مخ ورخطا کړه، مرمۍ په دېوال ولګېده، بیا یې چې هر څومره وغوښتل ډزې وکړي مرمۍ بنده پاتې وه ما هم له کړکۍ نه چیغې وکړې، ټول خلک راټول شول. د اسلامي امارت کسان هم راغلل او هغه کس‌یې ونیو او له ځان سره‌یې یوړو، زه نه‌پوهېږم چې د څه لپاره زما وژلو ته راغلی و او نه‌پوهېږم څوک و."


د فتانې په خبره له چیغو وروسته، د ګاونډیو په مرسته یې حمله کوونکی کس د طالبانو د حکومت د امنیتي حوزې چارواکو له لورې ونیول شو خو تر اوسه نه پوهېږي چې ایا طالبانو یې پېښه وڅېړله که نه؟


مدافع وکیله فتانه محمدي وایي، دوه میاشتې مخکې هم د نا معلومو کسانو له لورې پرې حمله شوې وه.


د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د ګواښونو او محدودیتونو زیاتېدو ته په اشارې سره وایي، دا ډول کړنې به د ښځو د لا قهر او له هېواده یې د تېښتې لامل وګرځي.


د ښځو د حقونو یوه فعاله او د ښځو د پیوستون د غورځنګ غړې تمنا صدیقي وایي:"دا د اسلامي امارت د حکومت کمزورتیا ښیي ، دا کسان څوک دي چې د اسلامي امارت له نومه ناوړه استفاده کوي او د اسلامي امارت له ادرسه ښځو ته مزاحمت کوي مګر دولت ترې بې خبره دی او د حل لپاره یې کوم اقدام نه کوي."


وموغوښتل په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي مو اړیکو ته ځواب ونه وایو او د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل چې په دې اړه به معلومات وکړي خو جزئیات یې ور نه کړل.


خو له دې وړاندې طالبانو په ورته پېښو کې ژمنه کړې وه چې دا شان قضیو عاملین به نیسي او سزا به ورکوي.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د تېر حکومت د کارکوونکو د بې شمېره وژنو، وهلو ډبولو او د شکنجو په د ادعاګانو راپورونه خپاره شوي دي.


په ډېریو دغو ادعاګانو کې طالبان پړ او عاملین بلل کېږي - هغه ادعاوې چې طالبانو تل رد کړي او ویلي یې دي دوی د عمومي عفوې په اړه د خپل مشر فرمان پلي کېدو ته ژمن دي.


دغه مدافع وکیلې داسې مهال د دې پر وړاندې د ګواښونو خبره کړې چې یو میاشت مخکې د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه وتړل شوه او فعالیتونه یې عدلیې وزارت پورې اړوند شول.


له دې ټولو سره سره د هغو کسانو چې له ګواښونو سره مخ دي، برخلېک یې نا څرګند دی او د فتانې محمدي په شان د ځان د وېرې له امله نا معلومو ځایونو ته تللي او په یو ډول کورنیو بند خونو کې اوسېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus