Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د مکروریانونو اوسېدونکي: مرکز ګرميانې نه‌دي فعاله شوي، ټاکلې بیه یې لوړه ده

ضیاالدین چې د کابل ښار د مکروریانونو اوسېدونکی د یوې اته کسیزې کورنۍ مشر دی وایي، ترکاڼ دی، دا مهال یې کاراوبار ښه نه دی او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.


ضیاالدین زیاتوي، سږ کال ورته ویل شوي، که غواړئ د ژمي موسم تر پایه مرکز ګرمي استفاده کړئ، ۴۵ زره افغانۍ به تحویلوئ، هغه بیه چې دوی یې د پرې کولو توان نه لري.


دی وايي: "په مکروریانو کې اوسېږم، ۴۵ زره افغانۍ یوازې له موږه د مرکز ګرمیو لپاره غواړي، موږ یې له کومه کړو؟ معاش نشته، غریبي نشته، کاراوبار نشته، د توکو بیې هم لوړې ختلي."


صمیم هم د مکروریانونو اوسیدونکی دی وایي، د مکروریانونو بلاکونه ډېرې نورې تخنیکي ستونزې هم لري: "سږ کال مرکز ګرميانې هم نه دي فعالې، اقتصادي ستونزې هم لرو او کورونه مو هم ډېر ساړه دي،  بل دا چې مکروریانونو کې د بخارۍ او صندلۍ ځای هم نشته نو ځکه ستونزې مو ډېرې دي". 


دوی وایي ، نورو کلونو کې د مکروریانونو مرکز ګرميانې د لېندۍ میاشتې په ۱۵مه نیټه فعالېدې، خو سږکال دا دی د مرغومي میاشت هم پای ته رسیدونکې ده، مرګز ګرميانې یې نه دي تودې شوي. 


د مکروریانو د حفظ او مراقبت ریاست چارواکي هم یاده ستونزه مني. د دغه ریاست رییس غلام عمر عبدالله ازادي راډیو ته وویل، د مکروریانونو اوسېدونکو تر دې دمه د مرکز ګرميو د فعالېدو لپاره پیسې نه دي ورکړي چې په وینا یې ځکه نه دي فعاله شوي.


عبدالله زیاته کړه: "سږ کال که موږ مرکز ګرمي فعاله کړو پر هر کور له۵۰ نه تر ۶۰ زرو افغانیو پورې لګښت راځي، موږ په پیل کې دغه موضوع له دوی سره شریکه کړه چې ایا تاسو د دې بیې پرې کولو ته چمتو یاست؟ دوی انکار وکړ، نو ځکه موږ دې برخه کې اقدام و نه کړ. اوس په هڅه کې یو او بېلابېلو سرچینو نه مو غوښتنه کړې چې دغه برخه کې همکاري وکړي". 




ښاغلي عبدالله وویل، ځینو سرچینو سره په اړیکه کې دی، څو وتوانېږي داسې امکانات برابر کړي چې په ډېر کم لګښت سره د مکروریانونو مرکز ګرمیانې فعالې کړي.


د مکروریانونو د حفظ او مراقبت رییس وايي، د مرکز ګرمیوو په ګډون یې د مکروریانونو د سیسټم د فعالېدو لپاره کابل کې د روسیې سفارت له استازي سره خبرې کړي او شته ستونزې یې ورسره شریکې کړي دي. 


د نوموړي په وینا دوی هڅه کوي، د روسیې په مرسته د اوبو رسونې او د مکروریانونو د کانالیزاسیون سیستم بیاورغوي او یوه تصفیه خونه جوړه کړي.


د مکروریانونو د حفظ او مراقبت رییس وویل، د یکشنبې په ورځ یې د روسیې سفارت له استازي سره په خبرو کې، دا هم هغه ته ویلي چې یو تخنیکي ټیم له روسیې کابل ته راشي او د مکروریانونو د بلاکونو د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.


د مکروریانونو د حفظ او مراقبت د ریاست د معلوماتو پر بنسټ لومړي، دوهم، درېیم او څلوم مکروریانونه ۱۲۰۰۰ اپارتمانونه لري. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus