Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې لاریون کوونکي: نړیوال دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

په کابل کې نن یکشنبه(د مرغومي ۱۲مه) یو ځل بیا لسګونه خلکو لاریون وکړ.


دا ځل لاریون کوونکو له امریکا د افغانانو د کنګل شوېو پیسو د خلاصون ترڅنګ له نړیوالو وغوښتل چې د طالبانو حکومت هم په رسمیت وپېژني.


د لاریون ګډونوال ځلاند وویل: "د ننني لاریون په ترڅ کې افغانانو غوښتل چې هغه حقه حقوق چې زموږ حق دی، زموږ شتمنۍ ده هغه باید نړېوال موږ ته ازاده کړي او دغه پېسې دې ژر تر ژره خلاصې شي، د دې لپاره چې افغانان په سږني ژمي کې سخت له کړاونو سره مل دي."




د لاریون بل ګډونوال ملک وویل: "زموږ له نړیوالو غوښتنه ده چې زموږ نظام دې په رسمیت وپېژني ځکه دا د افغانانو مسلم حق دی، په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو سازمان یا (او آی سي) دې زموږ نظام په رسمیت وپيژني، د دې ترڅنګ نړېوال باید زموږ پېسې ازاده کړي."


د یادونې ده چې امریکا څخه د افغانانو د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو په تړاو مخکې هم لاریونونه شوي، خو دا لومړی ځل و چې د لاریون کوونکو له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه هم مطرح شوه.




مخکې بیا په ځینو لاریونونه کې دا غږ پورته شوی و چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژندل کېږي.


دا لاریونونو ډېری د افغان ښځو له خوا شوي وو چې ډېر ځله یې د طالب عسکرو له خوا مخه هم نیول شوې ده.


دوی دا لاریونونه د طالبانو د حکومت له خوا له نجونو او ښځو، د زده کړو او کار د حقونو له اخېستلو او په نورو برخو کې پرې د لګولو شوېو محدویتونو له امله کړي دي.


د یکشنبې د ورځې لاریون کوونکو ازادي راډیو ته وویل، که د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې نه شي افغانان له یو ستر اقتصادي ناورین سره مخ کیدونکي دي.




په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره امریکا د افغانستان شااوخوا ۹،۵ میلیارده ډالره پیسې کنګل کړې.


مخکې طالب چارواکو هم په وار-وار له امریکا د بانکي زېرمو د خلاصون او له نړیوالو د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنې مطرح کړي دي.


خو د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د کنګل شویو پیسو په اړه د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي مخکې ویلي و چې دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده او دوی په تل‌پاتې توګه له خپلو شریکانو او متحدانو سره په همغږۍ او هم‌فکرۍ په دې اړه بحث کوي.


دغه شان د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه هم، نړیوالو دوی ته، د ټول ګډون حکومت د جوړولو، د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو حقونو ته د درناوي، نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار د اجازې ورکولو او له ترهګرو ډلو سره د پرېکون شرطونه ایښي دي.


هغه شرطونه چې د طالبانو حکومت وايي، موږ پوره کړي او ورته کار کوو خو نړیوال یې تر اوسه نه دي قانع کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus