طلوع منګور لوبډله د غزني د فوټبال الف لیګ اتله شوه
د غزني د فوټبال فدراسیون فني او مسلکي مرستیال داوود خاکسار نن یکشنبه (د مرغومي ۱۲مه) ازادي راډيو ته وویل، دا سیالۍ چې دوه میاشتې مخکې د غزني ولایت د ټولو کلبونو د الف ډلې لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نن د طلوع منګور لوبډلې په اتلولۍ پایته ورسېدې.
ښاغلی خاکسار د دې سیالیو د جوړولو هدف په غزني کې د فوټبال لوبې وده بولي.
په دې سیالیو کې افتخار لوبډلې دوهم مقابل خپل کړ او د سیالیو د اخلاقو جام متحد لوبډلې ته ورکړل شو.