د ملالې یوسفزۍ پلار: سږ به د افغانو نجونو د زده کړو وکالت کوم
ښاغلي یوسفزي پرون په ټویټر کې هیله ښوولې چې طالبان به بېرته په افغانستان کې نجونو ته اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته هم خپل تعلیم وکړي.
نن ۱۰۷مه ورځ ده چې طالبانو د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم کولو اجازه نه ده ورکړې.
طالبانو ویلي وو دوی پر یوه طرازالعمل کار کوي چې له مخې به یې ټولو نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي، خو میاشتې اوړي، لا هم د طالبانو په درېځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.