Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کندهار مېروېس روغتون: ۲ میاشتو کې ۴۸۲ خوارځواکه ماشومان راوړل شوي

په کندهار ولایت کې په خوارځواکی د اخته ماشومانو شمېر زيات شوی.


د کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو په وارډ کې یوه مور چې رحمانیه نومېږي او د تېر یوه کال راهیسې یې ماشومه په خوارځواکۍ اخته شوې او نوموړې یې په پالنه بوخته ده.


نوموړې وايي: "یو کال کېږي چې مریضه ده، اسهال او استفراقونه یې کېدل، کله چې مو ډاکټرانو ته راوست، هغوی ویل چې کولمې یې ورستې شوي، بیا مو ایکسرې ورته وکړه ډاکټران وايي، د کمزورۍ څخه داسې شوې ده."


د کندهار د میریس روغتون د ماشومانو وارډ ته هره ورځ په اوسط ډول له لسو څخه تر ۱۵ په خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږي.


د شپږ میاشتني ماشوم مبین مور لعل بي بي وايي، زوی یې د تېرو ۴ میاشتو راهیسې د خوارځواکۍ له ناروغۍ کړیږي او د تېرو لسو ورځو راهیسې د درملنې لپاره په روغتون کې بستر دی.




نوموړې وايي: "ډاکټران وايي، دا سويي تغذی دی او د وینو په مکروب اخته شوی، څلور میاشتې يې کېږي، په ستونزو کې یې اچولي یو، غریبان خلک یو اوس مو دلته روغتون ته راوستلی دی."


د کندهار د میرویس روغتون چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر زيات شوی.


د مېروېس روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر محمد صديق وایي، تېرو دوو مياشتو کې دوی ته په خوارځواکۍ اخته ۴۸۲ ماشومان ور-وړل شوي چې له ډلې يې ۱۱ ماشومانو مړه شوي دي.


ډاکټر صديق وایي، د فقر پرته روغتيایي مرکزونو ته نه لاسرسي او د تغذيې په اړه د کورنيو کمه پوهه په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر د زیاتوالي نور لاملونه دي.




نوموړی زیاتوي: "په تېره میاشت کې مو ۲۳۲ شدید خوارځواکي ماشومان بستر کړي وو چې ۷ یې مړه شوي او ترهغه مخکې میاشت کې مو ۲۵۰ شدید خوارځواکي ماشومان بستر کړي وو چې څلور یې وفات شوي دي."


تېرکال په اوسط ډول په میرویس روغتون کې هره میاشت له سلو تر یو سلو دیرشو پورې خوارځواکي ماشومان بستر شوي وو، خو سږ کال په ورستیو دوو میاشتو کې په دغه روغتون کې د بستر شویو خوارځواکو ماشومانو شمېر دوه برابره لوړ شوی دی.


تردې مخکې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندیښنه ښودلې وه.


د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان (WFP) اجرائیه مشر، ډيويډ بیسلي ویلي و، که له افغانستان سره عاجلې مرستې و نه شي د ماشومانو په ګډون به په میليونونو افغانان د لوږي له ګواښ سره مخامخ شي.


دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې د بې کارۍ او فقر کچه تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus