Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یلدا؛ سږ کال په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله دا شپه څنګه نمانځل کېږي؟

یلدا؛ د کال تر ټولو اوږده شپه چې افغانان‌یې هم د هندواڼې او انارو په خوراک، د فردوسي شهنامې او حافظ فال په لوستلو سره نمانځي.


دا شپه چې د لویې څېلې د شپې په نوم هم یادېږي، د مني وروستۍ ورځ او د کال د نورو شپو په پرتله یوه دقیقه اوږده ده.


د یلدا شپې نمانځنه د فارسي ژبو خلکو ترمنځ تاریخي مخینه لري او د افغانستان د خلکو له فرهنګ سره تړل شوې ده.


په دې وروستیو کلونو کې د یلدا شپې نمانځنه رنګینه شوې وه او افغان فرهنګیانو هم د مراسمو په جوړولو سره نمانځله. د لیندۍ میاشتې په وروستۍ ورځ د مېوو د پلور په بازارونو کې د انارو او هندواڼې د پلور بازار ګرم وي او کورنۍ د ژوند د ټولو نورو ستونزو په هېرولو دا شپه د دې مېوو په خوراک سره، په خوشحالۍ د یو بل ترڅنګ نمانځي.





خو سږ کال په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له امله دا شپه څنګه نمانځل کېږي؟


د هرات ولایت اوسېدونکې او د ښوونځي ښوونکې فرشته مروي وایي، سږ کال د بې‌وزلۍ د زیاتېدو او د کورنۍ د یو شمېر غړو د کډوالېدو له امله‌یې د تېرو کلونو په شان د نمانځنې شوق او شور نه‌شته.


دا وايي: "زموږ کورنۍ یوه لویه کورنۍ وه چې سږ کال د بدلونونو له امله د کورنۍ نیمایي غړي مو مسافر شول او د کورنۍ ټول غړي مو یوځای نه‌دي له دې امله به سږ کال د یلدا شپې نماځل کمرنګه وي او د پخوا په څېر نه‌نمانځل کېږي."


په وروستیو کلونو کې د افغانستان خلکو دا شپه په ځانګړو خوشحالیو سره نمانځله، حتی د یلدا شپې نمانځل له کورني ماحول بهر، افغان فرهنګیانو هم د غونډو او مراسمو په جوړولو سره نمانځله. 


د افغانستان د میدیوتیک دفتر؛ یو له هغو بنسټونو څخه و چې په وروستیو کلونو کې به‌یې هر کال د یلدا شپه د شاعرانو او لیکوالانو په مېلمستیا او ادبي غونډو سره نمانځله. 


خو د دې ادارې د مسؤلینو په وینا، اوس د دوی فعالیتونه په ټپه درېدلي او نه‌شي کولای د یلدا شپه ونمانځي.




په هرات کې د میدیوتیک دفتر مشر حامد سرفرازي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د میدیوتیک دفتر او یو شمېر فرهنګي شخصیتونو له څو کلونو راهیسې هڅه کوله چې خپل پخواني دودونه راژوندي کړي، څو دغه دودونه نوي نسل ته وښيي او هڅه‌یې کوله څو دا دودونه هېر نه‌شي، خو له بده مرغه سږ کال موږ ټول له یو بل نه لیرې یو. د جمهوریت نظام سقوط وکړ. ټول مجبور شول چې هېواد پرېږدي، اوس هر یو د نړۍ په یوه کنج او بل کنج کې یو."


د یلدا شپې لمانځل په اریایي کلتور کې ریښې لري او له پخوانیو وختونو څخه تر نن ورځې پورې په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې د خلکو ترمنځ په دې اخیستنې سره چې "شپه توره ده، پای یې سپین دی"، په ګډه تر سهاره دا شپه نمانځل کېږي. 


شاعره او ليکواله نيلوفر نېک سیر وايي، د يلدا د شپې نمانځل د يوه لرغوني او پياوړي فرهنګ يادونه کوي او افغانانو ته دا باور ورکوي چې دوی یو قبیلوي سیستم نه، بلکې د غني ریښو په درلودلو سره یو واحد ملت دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus