Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د متقي وروستيو څرګندونو غبرګونونه پارولي؛ طالبان: له خبرو یې ناسم تعبیر شوی

د افغانستان د نوې ملي اردو د جوړېدو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له څرګندونو او د افغانانو له تُند غبرګون وروسته، اوس د دوی حکومت وايي، د ښاغلي متقي خبرې نا سمې تعبیر شوي دي.


امیرخان متقي پرون جمعه (د لړم ۲۱مه) د اسلام‌اباد د سټراټیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وویل، افغانستان نورستر پوځ ته اړتیا نه لري او دوی به د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته به په خپلو لیکو کې ځای ور نه کړي.


اوس د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دوی یوازې په لوړه کچه د مخکني نظام مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او د سرتېرو په توګه یې د دندې ګمارلو لپاره خپل وسله‌وال بسنه کوي.


مجاهد وايي: "د پخوانۍ اردو دوه ډوله عسکر وو. یو مسلکي خلک دي چې هغه له موږ سره شته. همدا اوس په هوايي ځواک کې زموږ انجینرانو ۳۳ الوتکې فعالې کړې او پیلوټانو مو والوځولې. د ملي اردو هغه کسان چې مسلکي وي، موږ ورته اړتیا لرو، هغوی به موږ سره وي. دویم هغه عسکر دي چې هره ورځ به جنګېدل، مسلکیان هم نه وو، ډېری یې په‌ نشه‌يي توکو روږدي وو، هغوی ته موږ اړتیا نه‌ لرو. له هغوی زموږ خپل مجاهدین ښه دي، لوی جنګ یې پر مخ یوړ، نیمه نړۍ یې ماته کړه، له دې ښه اردو بله چېرې پیدا کېدای شي."




ښاغلی مجاهد د ملي اردو د شمېر په اړه وايي، ستونزو او اړتیاوو ته په کتو به د نوي ملي اردو تعداد مشخص شي.


د افغانستان د ملي اردو په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې په ټولنیزو رسنیو او ترخوا یې د چارو د شنونکو له سخت غبرګون سره مخ شوی.




دوی له له پاکستاني مېزونو د دې ډول موضوعاتو مطرح کول، ضعیفه ډپلوماسي بولي او ترخوا یې د طالبانو حکومت تورنوي چې په یوه ډول د پاکستان تر سیاسي اغېز لاندې راغلی.


د چارو شنونکی ظریف امین‌یار وايي، د ملي اردو د جوړېدو په اړه بحثونه د افغانستان کورنۍ موضوع ده او د پاکستان له سټېجه یې په اړه خبرې کول، هغو غوښتنو ته تسلمېدل دي چې پاکستان یې له دغه هېواده لري.




امین یار زیاتوي: "ملي او تنظیمي اردو توپیر لري. که امارت غواړي ملي اردو جوړه کړي، طبعاً باید ټول‌ګډونه وي، د ټول افغانستان خلک باید په کې شامل وي، په وړتیا او مسلکي‌توب انتخاب شي او یو مسلکي اردو وي. دا چې شمېر یې څومره وي دا په بشپړ ډول د بحث وړ ده، خو د افغانستان اړتیاوې باید په کې په نظر کې ونیول شي."


په ټولنیزو رسنیو کې هم تر ډېره نظریات پردې څرخي چې پاکستان هېڅ‌کله په افغانستان کې قوي پوځ نه غواړي او له دې وېره لري چې په راتلونکې کې ورته ستونزې جوړولای شي.


د ټولنیزو رسنیو ډېرو کار کوونکو د طالبانو د ملي اردو د جوړېدو په اړه د ښاغلي متقي څرګندونې غندلي او ترې یې هیله کړې چې له حساسیت پارونکو موضوعاتوهغه چې تر ډېره د پاکستان په ګټه څرخي، ډډه وکړي.


د جمهوري نظام له پاشل کېدو وړاندې، افغانستان نږدې ۳۵۰ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه درلودل چې په مجهزو تجهیزاتو او وسایطو سنبال وو.


د دې سرتېرو یوه مهمه برخه یې چې ځانکړي ځواکونه وو، د بهرنیانو له‌خوا روزل شوي وو چې په سیمه کې یو بې‌ساری ځواک بلل کېده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus