دا وخت د احتجاج په ځای کې د مسلم لیګ ن ګوند او د جمیعت علما اسلام ف پلویان او مشران راټول شوي دي. د دوی وېنا ده چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په وخت کې په هېواد کې د خوراکي او غېر خوراکي شیانو بیعې لوړې شوي دي، بې روزګاري زیاته شوې ده او خلک د ګڼو مشکلاتو سره مخ شوی دي.