د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وايي دی چمتو دی چې له ایراني مشرانو سره په بروکسل کې وګوري.
بورېل پرون د اکتوبر په ۱۵مه وویل چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د احیا لپاره مهلت د پای ته رسېدو په حال کې دی.
له دې یو ورځ مخکې د ایران لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی انریک مورا په تهران کې و او له چارواکو سره یې د مذاکراتو پر بیا پیلولو خبرې وکړې.
مورا د دې خبرو پر مهال د ایران لوري ته وړاندیز وکړ چې د یورانیمو د غني کولو په بهېر کې د پام وړ کموالي د راوستو په بدل کې پر دې هېواد د نړیوالو د بندیزونو یوه برخه لېرې کېدای شي.
له ایران سره د نړۍ د پنځو پیاوړو قدرتونو برتانیا، فرانسې، چین، روسیې او جرمني غیرمستقیمې خبرې شپږ میاشتې مخکې په ویانا کې بیا پیل شوې.
خو وروسته له دې چې د تندلارو یو مشر ابراهیم رئیسي د ایران د ولسمشر په توګه بریالی شو، دا خبرې په ټپه ودرېدلې.