د ترکیې ولسمشر وايي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د مسوولیتونو په اړه له قطر او افغانستان سره خبرې کوي.
رجب طیب اردوغان پرون د تلې په ۲۳مه په استانبول کې په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې.
اردوغان وویل:"له څه مودې راهیسې موږ د افغانستان د تاًسیساتو د رغونې برخه کې کار کړی او د کابل په هوايي ډګر کې مو یو لړ عملیات لرل. که موافقه وشي په راتلونکي کې ترکیه، قطر او افغانستان دا ډول مسوولیتونه منلی شي."
اردوغان وویل، ترکیه د افغانستان له خلکو سره هرراز مرستې ته چمتو ده.
له دې څرګندونو یوه ورځ مخکې د طالبانو یو پلاوی له ترکي چارواکو سره د خبرو لپاره ترکیې ته ولاړ.
د دې سفر پرمهال پر دوه اړخیزو اړیکو بحث وشو.
د ترکیې ولسمشر پرون وویل، د طالبانو سرپرست حکومت باید د افغانستان د وګړو د حقونو د ساتنې لپاره له هرې ممکنې لارې اقدام وکړي.
هغه همداراز یادونه وکړه چې طالبان باید له ترکیې سره په اړیکو کې صادقانه چلند وکړي.