په بشري مرستو بار درې الوتکې پرون د تلې په ۲۳مه ازبیکستان ته ورسېدې چې وروسته به له اړو کورنیو سره د مرستې لپاره مزارشریف ته واستول شي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ UNHCRویاند بابربلوچ ویلي، په دې مرستو کې کيږدۍ او د پخلنځي وسایل شامل دي چې زرګونه کسانو ته به ورسېږي.
د ښاغلي بلوچ په وینا یوه الوتکه د ترمز په هوايي ډګر کې کېناسته او اوس به یې ۳۲ ټنه د مرستې مواد د ځمکې له لارې مزارشریف ښار ته ولېږدول شي.
د UNHCR ویاند زیاته کړه چې دا مرستې به شاوخوا ۱۲۶ زره اړو کسانو ته ورسېږي.
افغانستان ته د نړیوالو د بشري مرستو د رسېدو خبر داسې مهال خپرېږي چې د ملګروملتونو د اړوندو ادارو د اټکل له مخې سږنی ژمی به د افغانستان لپاره ډېر سخت وي.
په هغه غونډه کې چې په تېره میلادي میاشت کې له افغانستان سره د بسپنې د راټولولو په هدف جوړه شوې وه، مرستندویو هېوادونو د څه باندې ۲ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړه.
خو ملګروملتونو ویلي دي چې دوی ته د اړتیا تر کچې لږې پیسې رسېدلې دي.